راپور: عبدالمالک همرنګ

پکتيا (شنبه ۲۸/ زمري / ۱۳۹۶ نیټه ) په دغه مراسمو کې سلاکار وزیر او پکتيا والي شمیم خان کټوازي ، د ۳۰۳ سپین غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شیرزاد ، د ولايتي شورا رئیس ډاکټر الله مير بهرام زوی ، د پکتيا د سولې شورا رئیس مولوي حالق داد حقاني ، ملي تجار حاجي محمد ګرديزي ، د ښځو چارو رئیسه نسرين اورياخيل او يو شمېر نورو مشرانو خبرې وکړې او د شاه غازي امان الله خان کارنامې يې وستایلې .

سلاکار وزیر او پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل ، چې غازي امان الله خان په هېواد کې عصري ودانۍ جوړې کړې ، د ريل ګاډی پټلۍ يې پرانیستله ، ابتدایه زده کړې يې جبري کړې ، لومړی اساسي قانون يې جوړ کړ ، له ۵۰۰ زيات معادنونه يې کشف کړل ، له جرماني هېواده يې الوتکې واخیستې او افغان پيلوټان يې هم وروزل ، چې دا د هېواد په تاريخ کې دده لويې لاسته راوړنې دي  .

والي کټوازي زياته کړه ، چې غازي امان الله خان يو ځوان او ځيرک پاچا وه ، چې نه يوازې د تورې او قلم ، بلکې د خلکو د اقتصاد د ښه والي په خاطر يې ډېرې هلې ځلې کړي دي .

کټوازي د غونډې ګډونوالو او په ځانګړي ډول امنيتي ځواکونو ته په وينا کې وویل (( سرتیرو د غازي امان الله خان وینا ده ، چې ما ته تر ټولو باشرفه خدمت خپل هېواد ته د عسکرۍ خدمت دی او ماته باشرفه او عزتمن خلک تاسې امنیت ځواک ياست او زه په هر ډول شرایطو کې د يوه والي په توګه ستاسې تر څنګ ولاړ یم او تاسې سره به يو ځای د هېواد ساتنه کووم ))

پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل ، چې د لويې پکتيا ولسونو تل د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې په موخه قربانې ورکړي او ډاډه ده ، چې دغه ولسونه به د هېواد په ساتنه کې هيڅ ډول قربانې د ملي يوالي له حکومت څخه دريغ نکړي .

د ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شیرزاد بيا د غازي امان الله خان د کارنامو ترڅنګ د هېواد په ساتنه کې د افغان امنيتي ځواکونو سرښندنې وستایلې او زياته يې کړه ، چې د پکتيا په ولايت کې يې دښمن له ماتې سره مخ کړی .

پاسوال اسدالله شیرزاد ولسونه ملي يوالي ، وحدت او ورورالۍ ته راوبلل او له هغوئ يې وغوښتل ، چې د خپلو امنيتي ځواکونو تر څنګ ودريږي .

د ولايتي شورا رئیس ډاکټر الله میر بهرام زوی هم د ګران هېواد افغانستان د خپلواکۍ ۹۸ يمې کليزۍ په مناسبت وينا وکړه او د ولسونو په استازیتوب يې ملکي او نظامي مسوولينو ته د هر ډول همکارۍ ډاد ورکړ .

د هېواد د خپلواکۍ د ۹۸ کليزۍ په وياړ په جوړه شوي غونډه کې د پکتيا د بېلابېلو ښوونځيو زده کوونکو ملې ترانې وړاندې کړې او د امنيتي ځواکونو ترڅنګ سپورتي ټولنو هم خپل نمايشونه نندارې وړاندې کړل ، چې د ګډونوالو له خوا بدرګه شول .

په غونډه کې سلاکار وزیر او پکتيا والي شميم خان کټوازي او د ولايتي شورا رئیس ډاکټر الله میر بهرام زوی ته لونګۍ ورپه سر او د ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شیر زاد او د ۲۰۳ تندر قول اردو درستیزوال بريد جنرال عتیق الله تره خیل ته تورې ورکړل شوې ، چې ګواکې د غازي امان الله خان د کړنو او فکر ملاتړي دي .

دغه راز د سویل ختیځ زون د پولیسو روزنیز مرکز د بېلابېلو ادارو او سپورتي ټولنو مسوولينو ته د ښو کړنو له امله ډالۍ ورکړې او هغوئ يې نور هم د ولس خدمت ته ځير کړل .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *