په پکتيا پوهنتون کې تيره ورځ د دې پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له خوا  دوو تنو استادانو ته د ( پکتيا پوهنتون د کال غوره فرهنګي استاد ) ستاينليکونه او جايزې ورکړل شوې، د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد پوهيالی عارف الله حق پرست او د کرنې پوهنځي استاد اسماعيل لاروی دوه تنه استادان دي چې د پوهنتون په کچه يې په فرهنګي او رسنيز بهير کې تر نورو  ډير کار کړی دی او د کال د غوره فرهنګي استاد لقب يې تر لاسه کړ، استاد عارف الله حق پرست پياوړی 1ژباړن او ښه ليکوال دی چې په دې برخه کې يې له اردو، عربي او دري ژبو څخه تر لسو زيات اثار پښتو ته ژباړلي يا يې ليکلی او ډير ېې چاپ شوي هم دي. د افغانستان يونليک، د تصوف د فلسفې تاريخ، سقراط د فلسفې او ناپوهۍ قرباني، د اسلامي نړۍ ستر ښارونه، د اقصی اوښکې، په ارواپوهنه کې د مسلمان ونډه، د نړۍ تمدن، د مينې جنګ، لويه دسيسه او يو شمېر نور فرهنګي، تاريخي، ادبي او معلوماتي اثار د ښاغلي عارف الله حقپرست له خوا ژباړل شوي، ليکل شوي او يا ترتيب شوي دي.

همدارنګه د پکتيا پوهنتون د کرنې پوهنځي ځوان استاد، شاعر او ليکوال اسماعيل لاروی دوه منظومې ټولګې چاپ شوې دي، اسماعيل لاروی نه يوازې په سلګونه نور ناچاپ اشعار لري بلکې د رسنيو په برخه کې يې تر ډيره وخته راهيسې خپلې ټولنې ته خدمت کړی او ده ته هم د غوره فرهنګي استاد ستاينليک ورکړل شو.

1څو کاله وړاندې اسماعيل لاروی او نيازالله اصيل ځاځی د پکتيا د فرهنګي ټولنو له خوا د پکتيا د کال غوره شاعران او ليکوالان هم نومول شوي وو.

د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځی په پام کې لري چې هر کال په همدې برخه کې د پوهنتون استادانو له ډلې څخه د کال غوره فرهنګي استاد وټاکي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *