ساحل منګل:  د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا دکتاب اونۍ نندارتون  پرانيستل شو چې دوه ورځې به دوام وکړي.

د نندارتون په دغه مراسیمو کې چې داطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې جوړشوى وو نندارتون دپرانيستې پرمهال مرستیال والي الحاج عبدالولي سهي د کتاب د ارزښت،دټولنې په پرمختګ او دټولنیز شعورد لوړېدو په برخه کې د کتاب او مطالعې د رول په اړه خپله ارزښتانکه وینا راغلو ګډونوالو ته واوروله

د پکتيا  د اطلاعاتو او فرهنګ  ریيس محمد شفامشفق وویل : په  دغه نندارتون کې په زرګونه ټوکه کتابونه په کې نندارې ته وړاندې شوي دي،چې د شاوخوا پنځه ویشت کتابتونونه  خاوندانو او د يو شمير علمي ادارو استازو هم خپل کتابونه نندارې ته وړاندې کړي دي.

نوموړي وويل  نن سبا د ډيری ځوانانو توجه سياست ته اوښتې خو مونږهڅه کوو چې ددغه ډول نندارتونونو په جوړولو سره دځوانانو پام کتاب اومطالعې ته راواړوو.

هغه زیاته کړه چې په یاد نندارتون کې کلتوري،دیني،ټولنیز،ادبي،سیاسي اوتاریخي کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي..

په ياد نندارتون کې  ګډونوالو د کتاب دارزښت،دټولنې په پرمختګ او د کتاب او مطالعې د رول په اړه خبرې وکړې او د قلم او مطالعي له خاوندانو څخه ېې  غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

په پکتيا کې هر کال د کتاب اونۍ په مناسبت د کتاب دا ډول نندارتونونه جوړيږي، خو د کتاب مينه وال او ليکوالان وايي چې د کتابونو د چاپ او نورو برخو کې ورته اسانتياوې ندي برابري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *