سه شنبه –

دپکتيا ولايت مرکز ګرديز کې د(رايه ستاسې غږدی )تر سرليک لاندې مشاعره وشوه ،چې  په دې مشاعره کې ددې ولايت دولسواليو ،خوست، پکتيکا،غزني ،لوګر،کابل،ننګرهاراو کونړ لسګونه شاعرانو اويو شمېر چارواکو پکې برخه اخيستې وه.

دغه مشاعره په پکتيا کې داوښتون کلتوري ټولنې له لوري جوړه شوې وه ،چې موخه ېې په ټاکنو کې دشعر له لارې دخلکو عامه پوهاوی وو.

په مشاعره کې دشاعرانو سربيره دولتي چارواکو،په ولسي جرګه کې ددې ولايت استازو ،ميرمنو او دشعر سلګونه مينه والو برخه اخيستې وه.

ديادې  ټولنې مرستيال محمد دادود تفان وويل:دوی ددې زون په نورو ولايتونو کې هم داډول پرګرامونه په نورو ولايتونو کې پلي کړي وو اوپه راتلونکي کې به ېې په پاتې ولايتونو کې هم ترسره کړي .

1نوموړی وويل په دې مشاعره کې شاعرانو دشعر په ژبه دټاکنو پر اهميت ټينګار وکړ او خلک ېې هم دې ته تشويق کړل، چې په ټاکنو کې برخه واخلي .

ويناوالو څخه وروسته مشاعره پيل شوه ،چې دبيلابيلو ولايتونو لسګونه شاعرانو پکې خپل شعرونه واورول.

دمشاعرې په پای کې دمحلي سندرغاړو له خوا دموسيقي پرګرام وړاندې شو،چې دګډونوالو دخوښي وړ وګرځيد.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *