خبريال/ احمدشاه ګليار
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د مرکزي لېسو په ګډون د يو شمير ولسواليو د ښوونځيو له زده کوونکو څخه د دې ولايت د تېرې ځوانانو ټولنې له لوري وړيا ازمايښتي کانکور واخيستل شو.
په دې ازموينه کې چې د تېرې ځوانانو ټولنې له لوري په وړيا ډول سره چمتو شوې وه ۱۱۶۵ زده کوونکو برخه اخيستې وه، چې ۵۵ تنه يې نجونې وې.
د پکتيا د تېرې د ځوانانو ټولنې مسئولين وايي چې د دې وړيا ازموينې څخه يې موخه داده، چې د دولسم ټولګي فارغين په عمومي کانکور کې له سوالونو،د پوهنځيو له انتخابونو سره په بشپړ ډول بلدتيا پيدا کړي.
د تېرې د ځوانانو ټولنې مرستيال انجنير سلطان احمد احمدزي له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې دا به د زده کوونکو روحيه پياوړي او د زده کوونکو وړتيا معلومه کړي، چې دوئ کومو پوهنځيو ته بريالي کيږي.
« په دغه ازموينه کې ۱۱۶۵ کسانو ګډون کړی او هدف مو دادی چې، د دولسم ټولګې فارغ زده کوونکي په راتلوونکې کې له عمومي کانکور سره بلد شي او خپلې وړتياوې معلومې کړي»
په پکتيا کې د پوهنتون او پوهنې رياست مسئولين هم د دې وړيا ازمايښتي کانکور ګټې زياتې يادوي او وايي چې په دې سره به ډېر زده کوونکي د عمومي کانکور له بهير سره بلد شي.
« په پکتيا کې د نورو مدني ټولنو څخه غوښتنه کوم چې د پروژو او تجارت لپاره کار ونکړي، بلکې په علمي برخه کې د تېرې د ځوانانو د ټولنې په شان کار وکړي چې په دې ولايت کې په علمي برخه کې ستونزې هوارې شي»
« موږه به نورې ټولنې هم دې ته واهڅوو، چې د ژمي په ترڅ کې زده کوونکو ته په والسواليو او لرې پرتو سيمو کې وړيا کورسونه جوړ کړي»
د ولايتي شورا وکيلان او له دولسم ټولګي څخه فارغ زده کوونکي ګټور دا وړيا کانکور يو نيک ګام بولي.
د پکتيا د ولايتي شورا رايس سردارخان ملنګ زوی او د ولايتي شورا منشي محمدرحمان قادري د تېرې د ځوانانو ټولنې څخه وغوښتل چې هغه زده کوونکو ته د زده کړو زمينه برابره کړې چې اقتصادي وضعه يې خرابه وي.
« دا ډول پروګرمونه ډېر کم جوړ شوي دي، زه د تېرې د ځوانانو د ټولنې څخه مننه کوم او غواړم چې دا ډول پروګرامونو ته دوام ورکړي»
« د ډېرو زده کوونکو اقتصادي وضعه خرابه ټول تجاران دې د مدني ټولنو په مرسته تعلمي برخې ته پام وکړي»
د پکتيا د تېرې ځوانانو ټولنې له لوري تېر کال ۶۵۰ زده کوونکو ته په وړيا ډول د دريو مياشتو لپاره وړيا ژمني کورسونه جوړ کړي وو، او په زيات شمير کې علمي غونډې او سميناورنه يې جوړ کړي.
ډیر ښه اقدام دی د لا بریاوو په هیله الله پاک دی ورته اجرورکړی