په دغه دوه ورځني نندارتون کې يوازې د پکتيا ولايت حاصلات، توليدات او لاسي صنايع نندارې ته ايښودل شوي دي.
د پکتيا کروندګرو مڼې، انګور، جنغوزي، وچه مېوه، شات، زعفران، سويابين او نور کرنيز توکي نندارې ته ايښې او ددې ترڅنګ پکې د مېرمنو لاسي صنايع، رغاونيز توکي او قيمتي ډبرې هم د خلکو لپاره ننداې ته وړاندې شوي دي.
ددې نندارتون په پرانيست غونډه پکتيا والي نصرت الله ارسلا وويل چې سږ کال په پکتيا کې د مڼو حاصلات شا و خوا ۲۰ زره ټنو ته رسېږي، خو په کور دننه يې بازار سوړ دی او ولسمشر زېری ورکړی چې د پکتيا د مڼو لپاره يې نړيوال بازار موندلی دی.
د نوموړي په وينا چې کرنې وزارت له چين هېواد سره د جنغوزيو قرارداد کړی او دغه ستونزه به هم اواره شي.
پکتيا والي وويل : (( مونږ په پکتيا کې د مېوه جاتو او سبزيجاتو د پروسس دوه مرکزونه لرو او پلان لرو چې سږ کال بېوزله مېرمنو ته په خپلو کورونو کې د مربع، اچار او رعب جوړولو زمينه هم برابره کړو، همدارنګه به د مېرمنو د لاسي صنايعو د خرڅلاو لپاره په ګردېز ښار کې يو بند مارکيټ جوړ کړو چې دوی په اسانۍ سره پکې خپل لاسي صنايع وپلوري.))
پکتيا والي نصرت الله ارسلا د پکتيا سوداګر او نور پانګه وال وهڅول چې دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، هغه زياته کړه چې د پانګه والو لپاره د صنعتي پارک چارې په بشپړېدو دي او په نژدې وخت کې به د فابريکو لپاره ځمکه پر پانګه والو ووېشل شي.
ملي سوداګر حاجي محمد ګرديزي د خپلو خبرو پر وخت وويل سوداګر چمتو دي چې دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، نوموړي له ولايت مقام او مرکزي دولته غوښتنه وکړه چې د سوداګرو د پانګونې لپاره اسانتياوې برابرې کړي او د دوی مخته پرتې ستونزې له منځه يوسي.
پټه دې پاتې نه وي چې اوسمهال په پکتيا کې ۲۵ بېلابېلې صنعتي فابرېکې فعالې دي او ۳۰۰ تنو نورو سوداګرو په صنعتي پارک کې د فابريکو جوړولو لپاره د پکتيا اړونده ادارو ته خپل غوښتنليکونه سپارلي دي.
د نوموړی راپور لیکونکی ډیر ښه کار کړیدۍ او ښه راپور هم دۍ چی د پکتیا د کروندګرو اوکرهڼیزو توکو تولیدکوونکیو ته ډاډ او زړه ورکوی.خود ښاغلی لیکونکی په متن کی ځینی بنسټیزی غلطۍ تر سترګو کیږی اوهغه دادی لکه:مربع د مُربا پځای یی مربع لیکلي ده چی مربع عربی لغت دۍ او څلور مساوی څنډی لرونکی شکل ته وایی. بل یی رعب لیکلۍ دۍ چی اصلی لغت او د لیکونکی موخه هماغه روب یا رُب یا هم د رومی بانجانو دوښا (شیره) ده او رعب هم عربی لغت دۍ چی وحشت ،ویره او ډار ته وایی او انګریز انډول یی (horror ) دۍ. پهمدی توګه بل ځای کی لیکی چی رغاونیز توکی ؟! چی اصلا څوکنه ورباندی پوهیږی یانی څه شۍ؟ کیدای شی نوم یی ولیکی. دا ډیره اړینه نده چی هرڅه ولیکل شی! باید خپله د پښتو ژبی اصل فصل اوګرامری اوادبی ښکلا اوپسول ته هم توجه پکار ده.