ساحل منګل –
دغه مشاعره دياد ولايت دفرهنګيانو او دپښتون غږ راديو له خوا جوړه شوې وه ،چې ددې ولايت او ولسواليو سربيره دپکتيا او غزني ولايتونو ګڼ شمير فرهنګيانو ،دولايتي شورا غړيواودولتي چارواکوبرخه اخيستې وه.
مشاعره د يکشنبې په ورځ دماسپيښين په دو بجو دلنکن په ښوونيز مرکز کې پيل شوه ،چې تر ماښامه پورې ېې دوام وکړ.
دغونډې په لومړۍ برخه کې يو شمير کسانو کې دعبدالرحمن غضري دژوند او فن په اړه ليکنې واورولي او دوهمه برخه ېې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه.
دياد پرګرام کوربه انعام الله ګوهر وويل:له دې وړاندې په پکتيکا کې يو اندازه فرهنګي چارې تر سره کېدلې خو دالومړی ځل و ،چې ديو شاعر په ياد داډول ابي غونډه جوړيږي .
نوموړي وويل هڅه به وکړو ،چې په راتلونکي کې دنورو فرهنګي شخصيتونو په وياړ هم داډول غونډې جوړې کړو او ګاونډيو ولايتونو سربيره دنورو ولايتونو فرهنګيانو ته هم پکې بلنه ورکړو.
ګوهر وويل داکار ېې په دې موخه وکړ ،چې ددې ولايت ادبي څيرې نور خلک وپيژني او هم په داسې غونډو کې دوی تشويق شي .
په پای کې عبدالرحمن غضري دپکتيکا او نورو ولايتونو له فرهنګيانو څخه مننه وکړه ،چې دده په ياد ېې غونډه جوړه کړې او ګډون ېې پکې کړی دی .
نوموړي وويل لس کاله وړاندې په دې ولايت کې هيڅ فرهنګي چارې نه وي او دابي ملګرو پيدا کول يو ستونزمن کار و،خو دوخت په تېرېدو سره فرهنګي خوځښت ډير شو او ډير کار وشو.
ده وويل زه هيله مند يم ،چې له دې وروسته به د داډول غونډو دجوړېدو لړۍ دوام ولري او ددې ولايت بيلابيل فرهنګيان ولمانځل شي .
د ماښام له لمانځه وروسته د قومونو او قبايلو په رياست کې د پکتيکا دمحلي موسقۍ پرګرام جوړ شوی وو ،چې تر شپې ناوخته پورې ېې دوام وکړ.
ياده دې وي ،چې په دې ادبي غونډه کې لاندې فرهنګيانو برخه اخيستې وه.
پکتيا: احسان الله مهجور، داود تپان، ساحل منګل ، سميع الله پيوند، فريدالله احمدزي، نور احمد حيران، رحمت الله رحيمزي، زيارت ګل اسير، حقمل مسعودزي، انور مراد.
غزني :بلهار جلال زي،حکمت ارين،بهير مومند،ژړاند.
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
نوم عبدالرحمن غضري
د پکتیکاولایت د خیرکوټ ولسوالې د پایندخیلو اوسیدونکی
د عبدالمنان دی دحاجي ولي محمدلمسی ، کورنۍ يې په غضرخیلوشهرت لري
زوکړه د۱۳۵۴دعقرب۱۸
زدکړې يې ترلسم ټولګی پوري په غیري رسمي توګه کړیې دي
له تیرودیارلسوکلونوراپه دې خودسعودي عرب په هیوادکې میشت دی
قریب لس کاله کیږی چې شاعرې کوي .په دې ورستیوکې لنډې کیسې اوادبي نثرونه يې هم لیکلي هم داوس دیوناول په لیکلوبوخت دی
چاپ شوی اثارنه لري
ناچاپ
څلوردشعرونوټولګې
دوه دلنډوکیسوټولګې
یوه دنثرونوټولګه اویوڅو ډرامې چې لاهم هغسي خورې ورې پرتې دي
د شعر نمونه
غزل
نن مې په لیموکې ستارنګونه غړول غواړي
زړه لکه چې بیرته لیونتوب ته ستنیدل غواړ
یو ارما ن دبل په پرکیدوکې رانه قتل کړي
وخت لکه چې ماخپله خنداکې ژړول غواړي
بخته چې جنون دې په رګوکې راته وکاره
اوس خوپیوندونه له حالاتونه شلیدل غواړي
جرم دی کنه دی دممبرښاغلیه! سپین وایه
خیال مې دجانان شونډې ګناه ته لمسول غواړي
شیخه دکعبې په نوم یې نه منم ویریږه مه
تله مې بودکدېته دیو چا دزړه تسل غواړي
سمه دې دروح کاسه له ګونګوزګیروډکه کړي
څوک چې داحساس په ښیښه مینه پنځول غواړي
بیادې غضري سترګې له ستوریو ولې نه خیږي
څوک دی چې له تانه په دې نیمه شپه غزل غواړي