۱۱ جوزا ۱۳۹۴
اکبر راحل : ښرنه :
د پکتيکا ولايت چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ١٩ وسله وال طالبان او درې پوليس وژل شوي او ٢١ طالبان او دوه پوليس ټپيان دي.
د پکتيکا مرستيال والي عطاءالله فضلي میلمه راډیو ته وويل چې د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه افغان ځواکونو د دې ولايت په ګومل ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځي عمليات پيل کړي و.
هغه وايي چې دې عملياتو اوه ورځې دوام وکړ او په پايله کې يې ١٩ وسله وال طالبان و وژل شول او ٢١ نور ټپيان شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کې دوه تنه يې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندانان مختار او عادل هم شامل دي.
دى وايي چې افغان امنيتي ځواکونو د يادو عملياتو پرمهال يو عراده موټر،څو موټرسايکلونه او ګڼ شمېر مهمات ترلاسه کړي دي
نوموړي زیاته کړه چې د عملیاتو په وروستۍ ورځ د خیرکوټ او اومنې ولسوالۍ په سرحد کې د وسله والو طالبانو لخوا امنتي ځواکونو ته کمین نیول شوی چې په پایله کې یې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او امنیتي ځواکونه تلفات نه لري.
د هغه په وينا، په يادو عملياتو کې درې پوليس وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.
وسله والو طالبانو د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.
خو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دې ولايت په خير کوټ ولسوالۍ کې د يو کمين په ترڅ کې يې يوولس پوليس وژلي او ٧ تنه نور يي ټپيان کړي دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د ياد کمين په ترڅ کې څلور طالبان هم وژل شوي خو طالبانو له افغان ځواکونو څخه يوه اندازه مهمات او وسلې هم ترلاسه کړي دي.
ګومل د پکتيکا له لرې پرتو ولسواليو څخه ده ، چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري.