په پکتیکا ولایت کې د ډاکټر عبدالکبیر روغتیایي علومو انسټیټیوټ څخه ۶۰ تنه ځوانان فارغ شول.

دوی د لابراتوار او فارمیسۍ په برخو کې دوه کلنې عملي او نظري زده کړې ترسره کړي.

په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت، د ولایتي شورا غړو، د ادارو مسؤلینو مشرانو او ځوانانو برخه اخیستي وه.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت له یاد روغتیايي مرکز څخه فارغو شوو محصلینو ته مبارکي وویله او له دوی یې غوښتنه وکړه چې خپلو دردېدلو خلکو ته ریښتینی خدمت وکړي.

ښاغلي وحدت وویل، که څه هم د ځوانانو فراغت د ویاړ ځای دی خو زیاته یې کړه چې د وروڼو ترڅنګ باید خویندې هم دې ډګر ته مخه کړي.

په همدې حال کې د ډاکټر عبدالکبیر روغتیایي علومو انسټیټیوټ عمومي مدیر رحیم ګل زیارمل وویل چې انسټیټیوټ یې د فارمیسۍ او لابراتوار په برخو کې ځوانان روزي چې د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې هم ورکوي.

دده په خبره، هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې د غاښونو څانګه هم پرانیزي.

له همدې انسټیټیوټ یو تن فارغ محصل خوښي څرګندوي چې له دوو کلنو زده کړو وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کیږي.

هغه وایي، هڅه به وکړې چې خلکو ته د خپل مسلک اړوند صادقانه خدمات ترسره کړي.

په پکتیکا ولایت کې له یوه روغتیایي انسټیټیوټ څخه په داسې حال کې ۶۰ تنه محصلین فارغیږي چې له دې وړاندې لسګونه قابلې د قابله ګۍ له مرکزه فارغې شوې او عملآ په روغتیايی برخه کې خدمات وړاندې کوي.

درنښت

 د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *