خبریال: احمد الله احمدي
د پکتيا په مرکز کې د نوم ليکنې مامورين وايي د نامعلومو دلايلو په اساس يې له تېرو پنځو مياشتو را په دې خوا معاشونه ندي تر لاسه کړي.
دوی د اعتراضيه حرکت کې په ترڅ کې د ټاکنو له مرکزي کميسون څخه وغوښتل چې په دې ولايت کې مامورينو ته معاشونه حواله کړي.
حاجي محمد احمدزی او رحمت الله پکتيا کې د ټاکنو کميسون په بې پروايي او ناغيړي تورنوي.
دوی وايي تر اوسه پکتيا کې د نوم ليکنې د بهير د ټولو مرکزونو مامورينو معاشونه ځنډيدلي دي.
د نوم ليکنې بل کار کوونکي وزير محمد له رسنيو سره په خبرو کې وويل دوی ته د قرارداد پر مهال ويل شوي و، چې مياشت په مياشت به معاشونه ورته حواله کوي، خو وايي پنځه مياشتې وشوې چې د دوی معاشونه د نا معلومو دلايلو پر اساس ځنډول شوي.
وزير خان وايي د مرکز ګردېز د ۲۲ مرکزونه په ګډون د ۱۳ ولسواليو مرکزونو کارکوونکو ته معاشونه ندي ورکړل شوي.
ښاغلی وزیرخان وايي که يې غږ ونه ورېدل شي د ټاکنو د کميسون دروازه به د اعتراض په ډول بنده کړي.
پکتيا کې د ټاکنو کميسون مسئولين په ځان باندې د بې پروايي او ټګي تور ردوي او وايي پخپل وخت سره يې د دوی اسناد مرکز کابل ته ليږلي دي.
د عامه پوهاوي مسئول شيرعلي فيضي وايي د نړيوالې ټولنې سره د ژمنې له مخې لس فيصده پيسي افغان حکومت په غاړه اخيستي، چې د ولسواليو امرينو ته له همدې څخه پخپل وخت معاشونه حواله شوي دي.
ښاغلی فيضي د نوم ليکنې مامورينو شکايت پر ځای ګڼي او وايي د دوی ټول اساند يې د پروسي په بهير کې مرکزي دفتر ته ليږلي خو وايي دا چې تر اوسه د دوی پيسې ندي حواله شوې دا (UNDP) مرستندويه ادارې اړوند کېږي.
په پکتيا کې د نوم ليکنې د پروسې شکايت داسې مهال تر سره کېږي، چې د ټاکنو کميسون د مهال وېش له مخې به د روان کال د ميزان په ۲۸ مه د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شي.