راپور: واحد ګل هاشمي
شاوخوا اونۍ مخکې د پکتیا ولایت په لجه منګل ولسوالي کې د قومي مخورو له لوري داسې تړون وشو چې له مخې به یې هغه کورنۍ ناغه کیږي چې خپلې لوڼې او زامن چې ښوونځي ته د تګ عمر یې پوره کړی وي په ښوونځي کې نه شاملوي.
د دې تړون په اړوند د همدې ولسوالي د پوهنې آمر شریف خان مطمن وویل چې د تړون را پدېخوا د پوهنې په بهیر کې د پخوا په پرتله لوي تغیر راغلی دی، نوموړی وايي اوس هره ورځ له ۴۰-۴۵ زده کوونکي مونږ ښوونځیو ته جذبوو چې ځینې وخت شمیره له دې پورته هم شي.
د پکتیا ولایت پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي ددې تړون اړوند وویل:
((د دې تړون د کیدلو مختلف دلایل دي، یو خو دا چې مونږ هلته د دیني علماوو، قومي مخورو او ځوانانو سره په متواتر ډول ناستې درلودې، په همدې موضوعاتو مو ورسره خبرې وکړې نو دوي هم دا نیک اقدام ترسره کړ))
د پوهنې رئیس په آند چې ۱۳۹۷ کال کې به په همدې سیمه کې د ښوونځیو لپاره درې وداني هم جوړیږي چې دا به ددې سیمې د پوهنیز بهیر په ښه والي ښه مثبت اغیز ولري.
دې ته ورته تازه د پنجشنبې په ورځ د پکتیا ولایت په سرحدي ولسوالي پټان کې دمقبلو قوم په يوه ستره غونډه کې چېپخپله د قومي مشرانو له لوري جوړه شوې وه تړون وکړ چې، دښونځيو شوراګانو سربېره به په هر مسجد شوراګانې جوړوي او هر هغه څوک چېښوونځی یې تر یوه حده ویلی وي او بیرته یې پریښی وي، او یا هم یوه ماشوم د ښوونځي عمر پوره وي او کورنۍ یې په ښوونځي کې نه شاملوي کورنۍ به یې ناغه کیږي او ماشوم به په زور ښوونځي ته لیږي.
یواځې دا نه؛ بلکې د لجې ولسوالي له تړون څو ورځې وړاندې د پکتیا ولس (ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړئ) تر نامه لاندې سولییز لاریون هم ترسره کړ چې لاریونوالو په کې پوهنه رڼا ده، مونږ د پوهنې ریاست ملاتړۍ یو، ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړئ او دې ورته شعارونه ورکول.
د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي وايي چې سږ کال دوی ۲۳۰۰۰ نوي زده کوونکي جذب کړي چې ددې له جملې ۱۰زره یې نجونې دي، د نوموړي په آند سږ کال به په پکتیا ولایت کې ۴۵ ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي او شاوخوا ۱۲ ښوونځي به بیاځلې ترمیم کیږي.
دا لومړی ځل دی چې په پکتیا کې د قومونو له لوري د زده کوونکو د جذب اړوند تړونونه کیږي، او د سیمې اوسیدونکو په نظر تر اوسه ډیر ګټور تمام شوي.
ستاسو پرېکړه د اسلام مبارک دین له ارشاداتو سره کاملا مطابقت لري:الله تعالی په خپل کلام کې فرمایی :
((قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ (زمر/۹) = ووايه : “ايا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي،يو شان دي؟!(هېڅکله نه) بېشكه يوازې عقلمن دي،چې پند اخلي .))
رسول اکرم وايي : (( طلب العلم فریضة علی کل مسلمٍ)) (کافي ۱ /۳۰)؛یعنې د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض او واجب ده.
بل حدیث شریف
: (( اطلبو العلم و لو بالصین)) (بحارالانوار ۱ / ۱۸۰)؛یعنې علم زده کړﺉ که څه هم،په چین کې وي.