تاند- په پکتیا کې چارواکي او امنیتي سرچینې وايي چې په جانیخېل او څمکنۍ ولسواليو کې د افغان امنیتي ځواکونو په مځکنیو او هوايي عملیاتو کې ۱۷۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي وايي چې په دې عملیاتو کې د ناټو هوايي ځواک هم برخه لرله.
د پکتیا د والي ویندوی وویل چې د جانیخېل ولسوالۍ د تصفیې لپاره عملیات لا هم دوام لري.
دا ولسوالي له اوږدې محاصرې وروسته روانه اوونۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله. د جانیخېل ولسوالي د نیولو په جګړه کې طالبانو افغان امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.
د زرمت ولسوال د امنیتي ځواکونو د مهماتو خلاصېدا او د کومکي ځواک نه رسېدا د خپلې ولسوالۍ د سقوط علت بللی و.
که دا تایید شي چې د جانیخېل او څمکنۍ ولسوالیو په بېرته نیولو کې ۱۷۰ وسله وال طالبان وژل شوي، دا به طالبانو ته لوی ګوزار وي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې جانخېل ولسوالي د حقاني کسانو، چې ډېری غړی یې د ډیورند کرښې د پوري غاړې اوسېدونکي دي، نیولې ده.
افغان چارواکي وايي چې د هوايي عملیاتو مشري د ناټو ځواکونه کوي خو افغان هوايي ځواک هم ورسره ملګری دی.
د تندر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جانیخېل ولسوالي په عملیاتو کې ۹۵ طالبان وژل شوي او پاتې نور په څمکنیو کې وژل شوي دي.
د پکتیا ولایتي چارواکي وايي چې په دې جګړه کې نامعلوم شمېر طالبان ټپي شوي دي.
د پکتیا ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه
((د حقاني شبکې د ۴ قومندانانو په ګډون د جانيخېلو ولسوالۍ په عملياتو کې (۱۷۰) تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.))
د پکتيا ولايت وياند نقيب احمد اتل پر وينا په جانيخېلو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې د حقاني شبکې د څلورو قومندانانو کاکي وزير، عبدالولي، نسيم جان او مطيع الله په ګډون (۱۷۰) وسله وال مخالفین وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې وسله والو مخالفینو په لویو لاريو کې ماينونه ځای پرځای کړي ، چې د امنيتي ځواکونه له خوا (۲۲) ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي .
دی وايي د جانيخېلو ولسوالۍ د بېرته نيونې لپاره د افغان ځواکونو عمليات دوام لري او ډېر ژر به دغه ولسوالي په خپله ولکه کې راولي.
اتل زياتوي چې دولت ضد وسله وال د ملکي خلکو په کورونو کې پټ شوي او ولسي وګړي د سپر په ډول کاروي، نو له همدې امله افغان ځواکونه په عملياتو کې له دقت څخه کار اخلي.