د ګردې څېړۍ ماشومان د پکتیا د ښوونې روزنې رییس سره

تاند – د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ دوه کوچنیو ماشومانو له خپلې ولسوالۍ څخه د دغه ولایت مرکز ګردېز ښار پورې لاره په پښو ووهله چې چارواکو ته د دوی لپاره د ښوونځي د دروازې د پرانستلو لپاره خپل غږ ورسوي.

د پکتیا د ښوونې او روزنې د رییس لقمان حکیم په فیس بک پاڼه خپاره شوي معلومات ښیي چې د دغو ماشومانو عمرونه خواوشا ۸ کاله دي او دا چې نژدې شپېته کیلو متره لاره یې په پښو وهلې ده چې ګردېز ښار ته ورسېږي.

ګرده څېړۍ ولسوالي
ګرده څېړۍ ولسوالي

ښاغلي حکیم په خپله فیس پاڼه لیکلي، «احسان الله او نصرت الله د ګردې څېړۍ ولسوالۍ څخه مرکز ګردېز ته تقريبا ۶۰ کليو متره په پښو مزل کړى عمرونه يې کابو ۸ کلونو ته رسيږي، دوى راته په ماشومانه لهجه داسې ووىل درس د پاره راغلى يو، ښونځي نه لرو. دلته مو يوه ښونځي کى شامل کړي. مونږ سره ولې ظلم کيږي؟ ولې مو ښوونځى نه خلاصيږي؟ موږهىڅ د ځواب د پاره نه درلودل.»

په جرمني کې د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکی وزیر ځدراڼ وایي چې په یاده ولسوالۍ کې د خلکو د ماشومانو لپاره تعلیمي او تحصیلي اسانتیاوې د هېڅ برابر دي او په کار دی چې حکومتي چارواکي دې ټکي ته جدي پاملرنه وکړي چې موجود او راتلونکی نسل د ښوونې او روزنې په ګاڼه سمبال شي. ښاغلی ځدراڼ وایي چې په تېرو ۱۵ کالو کې په یاده سیمه کې یو کس هم له دولسم ټولګي څخه نه دی فارغ شوی.

ویل کیږي چې لویه پکتیا د افغانستان د نورو سیمو په څېر د دغه هېواد د تاریخ یوه زرینه برخه ده خو په وروستیو کلونو کې په کې د افغانستان د نورو سیمو په څېر یو شمېرجنګي مافیایي کړۍ حاکمې دي چې نه پرېږدي چې د سیمې اوسېدونکیو ته د وخت او زمان مطابق اسانتیاوې برابرې کړای شي ځکه دغه کړۍ وېره لري چې له معاصرو حالاتو سره د خلکو اشنایي به په سیمه کې د هغوی راج پای ته ورسوي.

One thought on “په پکتیا کې دوه کوچنیو ماشومانو د ښوونځي لپاره ۶۰ کیلومتره لاره په پښو ووهله”
  1. بالاخره دبیټ نیکه په اولادو کښی دلسهاوو کلو په تیریدو دوه میړنی بیداشول چی د خپل حق د غوښتلو ژغ پورته کړی. سلام ستاسو همت ته، مشرانو خو ځانونه په بیسو او چوکیو خرځ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *