بدلون

سرليکنه\ اداره

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۹) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۷\۱۳۹۴

د روان ۱۳۹۴ کال د جوزا پر ۲۲- مه په پکتیا ولایت کې د ودان افغانستان ګوند ولایتي کمېټه رسمآ پرانیستل شوه چې د یو شمېر روښانو پکتیاوالو ښځو په شمول قومي مشرانو، محصلینو، استادانو او نورو سیاسي بهیرو استازو ګډون پکښې کړی وو.

هسې خو غونډې، سیمینارونه او ناستې ډیرې جوړیږي خو څه علت دی چې موږ پر دغه غونډه ډېر تمرکز کوو؟ یو څو به یې سره وشمېرو:

یو- افغانستان د څه کم څلورو لسیزو کورنیو او باندنیو تپل شویوعقیدوي، رواني او فزیکې جګړو سره لاس وګرېوان دی نو زموږ د مادي و معنوي بنیادو خاورې و ایرې هم بادونو وړي دي، په دې سلسله کې مو له زیانو څخه یو لوی زیان دا کړی چې د بې اعتمادۍ په ګرداب کې تر غوږو غرق یو او ټولیز شعور مو پر نژدې ټولو ارزښتو باور بایللی دی.

له دې ارزښتو څخه یو هم د یوه سرتاسري، ملي ګوند په چوکاټ کې د سیاسي شعور د روښانتیا و ویښتیا حیاتي مبارزه ده چې ډیر خلک يې درواغ، بې معنا او بې فایدې ګڼي، مګر د پوهې و درک څښتنان پوهیږي چې پرته له یوه ویښ، روښان و سیاسي ذهنه د یوه ملت ښه و ښېرازه ورځ غوښتنه له مرغیو د شیدو تمه ده خو نن مو دغه لوی ارزښت په عامه ذهن کې سخت ځپلی دی او دا هم د ناوړو کورنیو و باندنیو رواني جګړو پایله ده مګر له دغسې یوه ژور بحران سره- سره په پکتیا غوندې یوه جنګ- ځپلي او د حکومت له جدې توجه څخه لوېدلی ولایت کې د یوه منظم، منسجم او سیستماتیک سیاسي نهضت تعهد و اقدام، هغه هم د ځوان، باسواد او روښان نسل له خوا، په رشتیا سره چې د لویې خوښۍ زیری او په دغه مهمه لرغونې جغرافیه کې د سیاسي فعالیت له پاره د یوه زبردست ظرفیت ښکارندوی دی.

دوه – د افغانستان نفوس له شا وخوا ۶۵٪ ځوان قشره تشکیل دی او له بده مرغه چې په څلوېښتو کالو کې دغه ځوانه انرژې، د سالم سیاسي و سیستماتیک ملي سیسټم د نشتوالي له امله د افغانستان د ورانۍ له پاره کارول شوې ده دا ځکه چې په دغه دوران کې مو اکثر ګوندونه، تنظیمونه او جنګې ډلې یا له افغانستانه دباندې پردیو ستراتیژیو د تطبیق او یا هم دننه د نورو په اشارو د نورو د اهدافو د تحقق لپاره په مصنوعي توګه رامنځته شوي چې نه یې علمي صبغه درلوده او نه هم ملي څېره؛ سیاسي- ټولنیز فعالیتونه په پرېمانه انرژۍ سره ژوندي ساتل کیږي، دا انرژې د ځوان بشري قشر په وجود کې ډیره ذخیره وي او موږ دا تجربه هم وکړه چې د ځوان افغان نسل سرشاره پوټنشیل څنګه د افغانستان په زیان او بېګانوو په ګټه استعمال شو او دغه غمیزه لا هم تر ننه را روانه ده خو په پکتیا کې د (و.ا.ګ) سیاسي غونډه، چې د ځوانې ارادې زېږنده وه، نو دا لویه ملي امیدوارې یې خپروله چې نور زموږ ځوان ظرفیت د خارجیانو نه بلکې د افغانانو په خدمت کې دی ځکه ودان افغانستان ګوند نه د نورو غوندې د پردیو پر لاس او پیسو او نه هم د هغو پر سیاسي و ستراتیژیکه ذائقه جوړ شوی بلکې خپله د افغانستان د ټولنپوهنې و ارواپوهنې پر اساس رامنځته شوی چې هر افغان انسان ته یې فکري رڼا رسیږي نو هیچا ته پردۍ و ناآشنا نه ایسي بلکې د خپلو هیوادنیو ارزښتو پالونکې کړنلار یې بولي، ملتیا و پلي کېدا يې خپله ملي ـ وطني وجیبه ګڼي او دغه واقعیت په یاده غونډه کې ښه د درک وړ وو.

درې– په دغه جلسه کې د ښځو ګډون یوه ډیره د توجه وړ او هیجاني نقطه وه ځکه یو خو په مجموع کې افغانه ښځه له خپل انساني پرستېژ څخه بې برخې کړه شوې ده، دوهم په پکتیا غوندي یوه ولایت کې چې فکر کیږي ښځه په اجتماعي- سیاسي مسایلو کې له دخالته محرومه ده او درېیم په سیاسي زمینه کې خو هسې هم جمعي علاقمندي نشته نو دغو ټولو اړخو ته په کتو سره په دغه مخامخ سیاسي ناسته کې د ښځمنو ونډه و مینه و هر ژمن و رسالتمن انسان ته د افغانستان پر روښانه اوښېرازه راتلونکې پوخ باور ورکاوه ځکه د یوې ټولنې شاهین د نر و ښځې په دوو پیاوړو وزرو سره پرواز کوي خو له ډیره وخته زموږ د ټولنې د باز یو وزر(ښځه) مات دی اما د دغه وزر د روغتیا و فعالیت زېری چې له پکتیا خپرېږي نو دا نه یوازې د (و.ا.ګ) بلکې ټول افغانستان په تاریخ کې د عطف جالب ټکی دی.

څلورـ د ۱۳۹۳ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې چې د لویې پکتیا ولسو په څومره میړانه برخه واخیسته نو دغه واقعیت د ځینو جریاناتو و اشخاصو لپاره د منلو نه وو او دا استدلال یې کاوه چې ګواکي د دغې سیمې خلک په ملي- سیاسي ارزښتو نه پوهیږي او نه ولسواکې ورته مهمه ده نو څنګه کېدای شي چې په دومره لوی کمیت په انتخاباتو کې ونډه واخلي؟ دا په اصل کې د یوې لويې متحرکې- تاریخې بشري کتلې توهین وو او پر یوه لمر غوندې روښانه حقیقت باندی د عارفانه تجاهل خاورې پاشل وو؛ هغه مهال د یوې کمپایني راټولېدنې په ترڅ کې د همدغه (و.ا.ګ) پر دریځ د زرمت ولسوالۍ یوه قومي سپینږیري پر خپلو ټولو خلکو ږغ وکړ چې که خپلې ښځې غره ته په لرګیو، پټي ته په کار، ګودر و بمبو ته په اوبو او مالونو پوولو و لوشلو پسې لېږلای شئ نو د رایې لپاره یې هم صندوقو ته واستوئ او د ګوند دغې ناستې د لویې پکتیا ویښ و روښان ملي– سیاسي شعور او عالي تفکر په یو وار او د تل لپاره ثبوت کړ.

پایله:

په پکتیا کې د ګوند غونډې وښووله چې د افغان انسان پر سیاسي فکر و تعهد شک کول یو غیر واقعي چلن دی، نور افغانان د خپل خیر و شر په تفکیک پوه شوي او د خپل هیواد ژغورنې، پرمختګ او سیال کېدو لپاره یې د یوه سرتاسري ملي انسجام او هماهنګۍ پر واټ علمي، عملي سفر پیل کړی او خپلو لوړو ملي ارمانو و موخو ته د رسېدو لپاره، هم کلکه اراده لري او هم پخه عقیده، ودان افغانستان ګوند او په پکتیا ولایت کې یې د سیاسي سفر د بریالي پیل خبر ژوندی و ګلالی مثال دی.

پر ګران وطن او درنو وطنوالو دې نېکمرغه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *