رپوار: زمری کامران کروړ /پکتیا ګردیز

د یادې سیالۍ د پکتیا ورزشی امریت له خوا د پکتیا ورزشي لوبغالي کې په لاره اچول شوې وې چې ګڼ شمیر ورزشکارانو او د ورزش مینوال پکې  ګډون کړي ؤ.

د پکتیا ولایت ورزشي امریت مسولین وایې :  چې یادې سیالۍ تراوسه پورې په پکتیا کې نه وې ترسره شوې او دا لومړی ځل ده چې د پانکریشن سبک سیالۍ ترسره کیږی او د پکتیا ټاکنېز ټیم  پیاوړې لوبغاړې لاره پیدا کوي .

د پکتیاورزشي امریت آمر محمد امین علمیار وایې ((پدې سیالیو کې  د مرکز ګردیز اړوندو احمدآبا او سیدکرم ولسوالیو  کلبونو ورزشکارانو چې شمېر یې پنځوس ته رسیدو ګډون کړی ؤ او د وزنونو په ترتیب سره یې سیالۍ وکړي ))

علمیار په وینا : ددې سیالیو موخه او هدف د پکتیا ولایت د پانکریش ولایتي ټاکنیز ټیم ټاکل کیدل ، د یادې لوبې مروج کول  اود ورزشکارانو څخه پیاوړې لوبغاړې  ټاکل  ؤ.

 نوموړی په خبره : د یادې لوبې  لومړی مقامونو لوبغاړوته  مډالونه او د مقام حکمونه ورکړل شول ترڅو په راتلونکې کې په ملې لوبډلې سیالیو کې له نورو ولایتونو سره سیالۍ وکړي او ملې ټیم ته لاره پیداکړي .

ددې سبک لوبغاړی هم ددې سیالیو ترسره کولو څخه خوښ دي خو له ورزشی امریت څخه غواړې چې یادو سیالیو لړۍ فعاله وساتي.

د پانکریش فدراسیون مسولین وایې : چې یاده  لوبه کابو شپږ کاله کیږي چې په پکتیا شتون لري چې داحمدابا اوسیدکرم ولسوالیو سره څلور کلب فعال دي او دوه سو شاخوا کې  لوبغاړې په تمرین بوخت دي.

پانکریش یو له جګړیزو (رزمي) لوبه څخه ده چې منشا یې له یونان څخه اخیستل شوې  او افغانستان ته په ورستۍ لسیزه کې راوړل شوې ده .

د یادونې وړه ده چې تیره اوونۍ ډبلیو ،ټې ،ایف تکواندو سیالۍ ترسره شوې او د ورزشی امریت د کال هیندارې سرسم د  نورو لوبو  سیالۍ هم لاره اچول کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *