په حکومتي ادارو کې د نویو ټاکنو په لړ کې دا ځل د پکتيا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست لپاره نوی سرپرست ریس وټاکل شو.
عبدالله طوطاخیل چې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د بشري سرچینو د امریت او د استخدام د لوی مدیریت د (( ۷۳۶ م )) ګڼه فرمان پر بنسټ په ياده دنده ګمارل شوی، د سې شنبې په ورځ د يادې ادارې مسولینو او کارکونکو ته ورپېژندل شو او په دنده يې پيل وکړ.
د پکتیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نوی سرپرست ریس، عبدالله طوطاخیل په خپلو خبرو کې د دې ادارې د پخواني ریس شهزاده سلیمان زوی له تر سره شویو کارونو او کړو خدمتونو څخه قدرداني وکړه.
سلیمان زوی چې له تېرو څو کلونو را په دېخوا يې دغه دنده سمبالوله، د تقاعد قانوني عمر ته د رسېدو له امله ورته دوام نشي ورکولاي.
طوطاخېل د مخابراتي شبکو د کار کیفیت لوړول او د مخابراتو اړوند د نورو پخوانیو ستونزو حل له خپلو کاري لومړیتوبونو یاد کړل؛ ویې ویل چې ، مخابراتي شبکې هغسې چې اړینه ده، په دې ولایت کې فعالیت نه کوي .
نوموړی په دې اړه وايي:(( مخابراتي شبکې که څه هم په پکتیا کې فعالیت کوي، خو څومره چې اړینه ده، کار نه دی پرې شوی، د دې لپاره چې کار په سم ډول سره تر سره شوی وي، د یوه خاص میکانېزم له لارې په دې برخه کې خپل فعالیت ته ادامه ورکوو او د مخباراتو له وزارت نه په دې برخه کې د ښه فعالیت غوښتونکي یو. ))
طوطاخېل دغه راز زیاته کړه، چې د پکتیا په ځینو سیمو کې د شپې لخوا مخابراتي خدمات قطع کیږي، چې په خبره يي دې ستونزې ته به دحل مناسبه لار پیدا کړي.
د دې ادارې پخواني ریس شهزاده سلیمان زوی خپل ځایناستي ته د دندې د مبارکۍ تر څنګ په کارونو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
که څه هم د طالبانو له سقوط ورسته د مخابراتو په برخه کې کار د افغان دولت له سترو لاسته راوړنو بلل کیږي، خو لا هم د نورو ولایتونو په څېر د پکتیا اوسېدونکي هم د مخابراتي شبکو د کار د ټیټ کیفیت او د اړیکو د بیعو له لوړوالي څخه شکایتونه کوي.
محمدشریف شریفي