ملیون

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې نن د کرکټ بورډ او پکتیا ولایت مسئولینو لخوا د کرکټ لوبغالي ودانیزې پروژې د بنسټ ډبره کیښودل شوه. په دغو مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، د پکتیا والي نصرت ارسلا، د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي، د عمومي ریاست مرستیالانو هر یو حاجي عزیزالله فضلي او تاج ملوک عالم، د ولایت مرستیالانو، د ولایتي شورا غړو، د کرکټ بورډ پرمختیایي څانګې مسئول داود بابر، د کورني کرکټ مسئول نظیم جار عبدالرحیم، د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هر یو نوروز منګل، نورعلي ځدراڼ، نجیب ځدراڼ او حشمت الله شهیدي، د رسنیو همکارانو او د کرکټ سلګونو مینه والو ونډه درلودله.

د کرکټ بورډ له تللي هیئت څخه د پکتیا ولایت د کرکټ مسئولینو او سلګونو مینه والو لپاره د تیرې په کوتل کې تود هرکلی وشو او د ولایت تر مقامه بدرګه شو.

د پکتیا کرکټ لوبغالی په ۳۴ جریبه ځمکه کې د کرکټ بورډ ادارې په مالي لګښت رغول کیږي. په دغه لوبغالي ټولټال ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د نړیوال معیار ټولې اسانتیاوې او روزنیزه اکاډمي به پکې شتون ولري.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د لوبغالي بنسټ ډبرې کیښودلو په مراسمو کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو ته ووییل چې، “ویاړم چې نن د جرګو او شملو وطن، پکتیا کې د یوه معیاري لوبغالي د بنسټ ډبره ږدم. دغه لوبغالی په یوه ډیر سټراټیژیک موقیعت کې رغول کیږي او ټول مالي لګښت به یې د کرکټ بورډ اداره ورکوي چې له ودانیدو سره به یې په دغه ولایت کې د لوبغاړو پرمخ شته ستونزې هوارې او د کرکټ بورډ اداره به یې هم د کورنیو لوبو لپاره وکاروي”.

د پکتیا والي نصرت ارسلا د کرکټ بورډ ادارې څخه مننه وکړه چې پرته له مالي ملاتړ کونکي یې په خپل لګښت سره د لوبغالي ودانیزو چارو ته ملا وتړله. نوموړي د لوبغالي جوړیدل په پکتیا ولایت کې د کرکټ د بهیر وده وبلله. همدارنګه، نوموړي د کرکټ بورډ له مسئولینو هم مننه وکړه چې پکتیا کې یې د لوبغالي رغولو لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي پکتیاوالو ته د دوی په ولایت کې د کرکټ دغې سترې ودانیزې پروژې د بنسټ ډبرې مبارکي ورکړه. نوموړي ووییل چې، ددغه لوبغالي په رغیدو سره به په پکتیا کې د کرکټ نوی فصل پرانستل شي او د لوبغاړي به د کرکټ یو اکاډمیک چاپیریال ته د کرکټ معیاري ودې لپاره لاسرسی ومومي.

د کرکټ بورډ عمومي ریاست مرستیال حاجي عزیزالله فضلي دغه پروژه یوه ټولګټې پروژه وبلله. نوموړي د پکتیا ټول ولس ته ددغې پروژې د بنسټ ډبرې کیښودلو مبارکي ورکړه او دوی ته یې ډاډګیرنه ورکړه چې د کار کیفیت به له هره اړخه مسلکي وي.

د غونډې په ترڅ کې د پکتیا ولایتي شورا رئیس هم وینا واوروله او د دغه لوبغالي ودانیزې پروژې د کار د پیل له امله یې د کرکټ بورډ ادارې څخه مننه وکړه.

په پای کې د ولایت مسئولینو لخوا د کرکټ بورډ مسئولینو، تللي هیئت او ملي لوبډلې لوبغاړو ته ستاینلیکونه او لونګۍ هم ورکړل شوې.

One thought on “په پکتیا کې د کرکټ معیاري لوبغالي د بنسټ ډبره کیښودل شوه”
  1. این یک قدم نیک است ما بسیار تشکری میکنیم از کرکت بورد افغانستان این یک خبر خوش برای جوانان پکتیا میباشد

ځواب دلته پرېږدئ