عاشق الله اخلاص يار / پکتيا
په پکتیا کې یو شمېر خلکو سوله ييز لاريون وکړ چې ګنې دشکايتونو کميسيون بې دليله دپکتيا د ولايتي شورا دپخواني ريس ښايسته جان احدي رايې باطلې اعلان کړي دي ،
دپکتيا قومي مشرانو اوځوانانو دلاريون په سيمه کې رسنيو ته وويل چې ترهغې به دې مبارزې او سوله ييزو لاريونو ته دوام ورکوي چې څو يې حق نه وي تثبيت شوی او هغه اشخاص چې دټاکنو په بهير کې يې دپکتيا ولايت کې دنده ترسره کوله سمتي اوژبنی تبعيض کړی دی دمرکزي حکومت له لارې دقانون منګولو ته نه وي سپال شوي ،
لاريون کوونکو دولسمشر دوکتور محمد اشرف غني څخه په کلکه غوښتنه کوله چې تحول اودوام دې پلی کړي او هغه ژمنه دې هم پوره کړي چې دعدالت راوستو اودحق ورکړې په برخه کې يې کړې وه ،
دوی زياته کړه چې ولسمشر دې ورته خپل حق ورکړي او هغو ادارو ته دې لارښوونه وکړي کومو چې لويه درغلي کړي او دډموکراسي ترڅنګ يې اسلامي ارزښتونه ترپښو لاندې کړي دي ،
دپکتيا ولايتي شوراته ته نوماند ښا يسته جان احدي چې دنوموړي په تړاو لاريون وشو ده پخپله له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې که حق ورته ونه رسيږي نو دپکتيا ، خوست او کابل لاره به وتړي او ترهغې به مبارزه کوي چې څو ورته خپل حق ورسيږي ،
دی وايې چې دده سره ژبنی او سمتي برخورد شوی دی او دهيواد په کچه یې دوهمه درجه رايه اخيستي دي ،
دی وايې چې هغه رايې چې زما باطلي شوي جمهوري رياست ته شميرل شوي دي نو دی وايې که ددوی رايې ونه منل شي او حق ورته ورنکړل نو جمهوري رياست هم بې مانا دی او شعارونه به يې هيڅ وخت هم په عمل کې ثابت نشي او په دې به ونه توانيږي چې دافغان مظلوم ولس زحمونو ته ملهم اوپټی وګرځي .
ديادونې وړ ده چې پکتيا کې ټول ۶۷ تنه ولايتي شوراته کانديد شوي وو چې دټاکنو خپلواک کميسيون په خبري سايټ کې په لومړيو نتايجو کې دښايسته جان اخدي څه دپاسه ۱۸۰۰۰ اتلس زره رايه اعلان شوې وه خو دامالومه نده چې ولې داحدي رايې صفر اعلان شوې .