د پوهنې رییس کوچي ځاځي

خبریال: د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست وايي، له یو لړ هلوځلو وروسته په څو ولسوالیو کې د ۱۰ تړل شویو ښوونځیو په بیا پرانیستلو بریالی شوی دی.

دپکتیا ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وایي، دا ښوونځي یې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او ولايتي ادارې په مرسته پرانیستي او د یو شمېر نورو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې هم کوي.

په تېرو ۱۷ کلونو کې د ختیځو او حنوبي ولایتونو په سلګونه ښوونځي د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري بند شول او د زرګونو نورو د جوږړېدو مخه نیول شوې ده.

د پوهنې رییس کوچي ځاځي په ګردېز کې يوې خبري ناستې ته وویل، په پرانیستل شویو ښوونځیو کې د  زرمت ولسوالۍ د نجونو درې ښوونځي هم شامل دي.

نوموړی وايي چې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې لا هم ۱۳ ښوونځي بند دي او دوی هڅه کوي هغه  هم د خلکو په همکارۍ د زده کوونکو پر مخ پرانيږي.

د زرمت ولسوالۍ يو اوسيډونکی رازمحمد وايي: «په پکتیا کې د پوهنې وضعيت ته بايد جدي پاملرنه وشي، ډېری داسې ښوونځي لاهم شته چې تړل او نه تړل یې سره برابر دي.»

دی وايي، په دې ولسوالي کې د مسلکي ښوونکو نشتون، درسي مواد او نا امنه چاپيريال هغه څه دي چې د پوهنې بهير ېې ټکنی کړی دی.

دا مهال په پکتيا کې شاوخوا ۳۶۵ تعليمي ادارې فعالې دي چې درې لکه زده کوونکي پکې زدکړې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *