تاند- په پکتیا ولایت کې نن /جمعه/ لږترلږه ۱۰ ملکیان په دوو چاودنو کې ووژل شول.

د پکتیا د والي ویندوی نقیب احمد اتل وویل، د یوې کورنۍ ۵ غړي نن ماسپښین هغه مهال ووژل شول چې د موټر په لاره کې یې خښ شوی ماین وچاودېده.

ړهدثده همداراز وویل چې له لومړۍ پېښې نیم ساعت وروسته ۵ نور په تراکتور کې وروسته له دې ووژل شول چې پر ماین برابر شو.

 دواړه پېښې په څمکنۍ ولسوالۍ کې وشوې.

د پکتیا د والي ویاند وویل چې دواړه ماینونه د دولت وسله والو مخالفانو ایښي ول.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو دا ډله عموماً پر لارو د دولتي ځواکونو لپاره ماینونه خښوي خو ډېر ځلي د دوی د ماینونو او چاودېدونکو موادو په چاودنو کې عام خلک وژل کېږي.

پرون د لغمان په مهترلام کې په موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي بم په چاودنه کې د دغه ولایت د ولایتي شورا د ريیس په ګډون ۹ تنه ملکیان ژوبل شول.

تېره اوونۍ په لوګر کې د ماین په چاودنه کې ۵ ملکیان ووژل شول.

د سږ کال د جنورۍ له لومړۍ د جون تر پایه د افغان ملکیانو د مرګ ژوبلو په اړه د ملګروملتو په وروستي راپور کې ویل شوی چې تر ټولو زیات ملکیان د سړک د غاړې په بمي چاودنو او انتحاري حملو کې وژل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *