دپکتیکا امنبتی چارواکي وایي چې  وړمه ورځ د ملي امنیت ځواکونو دارګون اوښرنې ترمنځ په غزیدلي لویه لاره د سروضې ولسوالی اړوند د سندرخیلو په سیمه کې شل ټنه المونیم نایتریت چې له دې لاري دهیواد مرکزي سیمو ته د چاودنو لپاره لیږدیدل د دریو تنو سره یو ځای نیولي دي.

په پکتیکا کي د ملي امنیت د اتم نمبر چټک غبرګون قطعې قوماندان ډګروال وزیر شاهین وايي چي دغه چاودیدونکي مواد یا کیمیاوي سره د شمالي وزیریستان له میرانشاه سیمي څخه په بار وړونکي موټر کي د لرګیو لاندي په څلورسوه بوجیو کې ایښودل شوي وه..

هغه وايي چي د دغه موادو سره په تړاو يې د موټر چلوونکی او دهغه دوه همکاران چې د باروړونکي موټر له شا په سراچه موټر کې د معلوماتو او مرستي لپاره ورپسي روان ول هم له موټر سره یو ځای نیولي دي.

دشاهین په خبره چې نیول شوي کسان او مواد د نورو څیړنو لپاره د ملي امنیت ریاست ته لیږدول شوي دي.

دیادولو ده چې تردې دوه ورځي وړاندي هم په پکتیکا ولایت کي سیمه ایزو پولیسو په همدې لاره د سروضې په ولسوالی کې له چاودیدونکو توکو ډک موټر نیولی وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *