همت یار جانزی: پکتیکا – په پکتيکا ولايت کې يو پلار وروسته له هغه زړه چاودى او مړ شو چې د وسله والو له خوا د وژل شوو خپلو څلورو زامنو مړي يې وليدل.

د ولايت مقام د رسنيو له دفتره د چنګاښ په ٤مه تاند ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياد څلور وروڼه پرون/سې شنبه/ سهار په يو کرولا موټر کې سپاره وو چې د بکخېلو په ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري پر ډزو ووژل شول.

خبرپاڼه کاږي، کله چې د وژل شوو وروڼو مړي يې کورنۍ ته ور وړل شول ، نو د پلار يې د زامنو په ليدو زړه چاودېدلى او مړ شوى دى.

د خبرپاڼې له مخې، د پکتيکا والي محب الله صميم د يادې پېښې له امله سخت خواشينی شوی او پېښه يې په سختو ټکو غندلې ده.

خبرپاڼه زياتوي، چې محب الله صميم پوليسو ته سپارښتنه کړې، څو د پېښې عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د وژل شوو کورنۍ له هېچا سره دښمني نه لرله.

4 thoughts on “په پکتیکا کي یو پلار د خپلو څلورو زامنو د مړو په ليدو زړه چاودى شو”
  1. دا جمله چې :د پښې عاملین پیدا او د قانون منګلو ته یې وسپاري او دسختو نه سخته سزا ورکړل شي :ډیره زړه شوی ده ستاسو په اند په دې تیرو ۱۲ کلونو کې څومره خائنان به تر اوسه د قانون منګولو ته سپارل شوي یې او سزا به ورکړل شوي یې ۵ سلنه ته هم ممکن سزا نه یې ورکړل شوي د ا هغه متل دې چې په یخ یې ولیکه او لمر ته یې کیږده الله ج دې د دې مظلوم ملت ثواب وکړي ترڅو ژر ترژره د دې بدمرغیو څخه خلاص شي آمین ثمه آمین

  2. طالبان تل بی ګناه انسنان وژنی دا څو وم ځل دی چې اورو او وینو چې طالبنو د یوې کورنۍ پنځه غړي د بېل کورنېۍ څلور غړي شهیدان کړل
    تر څو چی د طالب په نوم دا وحشي ډله وي د پنجاب په اشاره به زموږ بی ګناه وطنوال شهیدانوی
    ټول ولس باید د طالبانو پرضد را وپاڅی

  3. الله دی دغه دپنجاب تالی ځټی وطن فروش طالبان هلاک کړی حرمونی دی ایا داجهاد دی

  4. الله دی د هغوی په کور غمونه مسلط کړي څوک چه د مظلوم ملت کړوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *