پکتیکا

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونی او مالدارۍ وزارت په پام کی لری ترڅو د اوبو لګونې او طبیعي سرچینو د معینیت په چوکاټ کې په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژه په پکتیکا ولایت کې هم پلې کړی.

ټاکل شوې، د یاد پروګرام په ترڅ کې لومړۍ د پکتیکا هغه  سیمې په نښه او سروې شي چې روانې اوبه یې دامهال په غیر منظم ډول بهیږي او د اوبو له کمبود اوپدی برخه کی په لوړه کچه  له ضایعاتوسره مخ دی.

د یادې پروژې په پلې کېدو سره به د اوبو غیر منظم بهیر تنظیم، اود کانالونو په تخنیکی  رغولو سره به په زیاته کچه داوبودضایعاتومخه ونیول شي. همداډول به بزګر وتوانیږی ترڅو په منظم ډول دزراعتی ځمکو په خړوبولو سره په خپلوکرنیزو حاصلاتو کې دپام وړ زیاتوالی راولی.

په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژه په پام کی لری ترڅو د اوس لپاره په پکتیکا ولایت کې پنځه پروژې سروی، ډیزاین او دامکان تربریده په روان کال کی پلی کړی.

د یادونې ده، په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژه د هېواد په پنځو زونونو کې فعالیت کوي چې په مرکزي زون کې یې پکتیکا هم شامله ده.

د یادې پروژې د ترسره شویو کارونو له مخې ۱۵ سلنه د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی شوی او په کرنیزو حاصلاتو کې هم ورسره د پام وړ ښه والی راغلی دی.

درنښت

د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *