پکتیکا

د افغانستان د زراعت وزارت غواړي چې د پکتیکا ولایت په اوو ولسوالیو کې له خلکو سره د باغونو په جوړولو کې مرسته وکړې او په دې برخه کې ټول امکانات ورته برابر کړي.

دا مهال د پکتیکا په اوو ولسوالیو کې د باغونو د جوړولو سروې پیل شوې.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د زراعت وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې له رئیس محمد عثمان صافي سره په پلازمینه کابل کې په همدې اړه ځانګړې ناسته درلوده.

ټاکل شوې یاد وزرات په پکتیکا ولایت کې د دغې پروژې د تطبیق په موخه ځانګړې څانګه هم پرانیزي.

د باغونو شمېر محدود نه دی بلکې د خلکو د غوښتنو پر اساس هر څومره باغونه چې خلک وغواړي ورته جوړیږي.

په یاده پروژه کې نه یوازې دا چې خلکو ته میوه لرونکي نیالګي ورکول کیږي بلکې د اوبو ژورې څاګانې، سولر سیستم، کوچني ذخیروي بندونه، د زړو باغونو ترمیم او په دې برخه کې ټول امکانات د خلکو په واک کې ورکول کیږي.

په دې سربېره د مالدارۍ په برخه کې واکسین، د چرګانو فارمونه، د بې وزلو ښځو لپاره کورنۍ باغچې او یو شمېر نور پروګرامونه په پام کې لري.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت له پکتیکاوالو غواړي چې یادې مهمې برخې ته په پوره ملاتړ سره لېوالتیا څرګنده کړي او د زراعت د پیاوړتیا لپاره له دغه غوره چانس څخه ګټه پورته کړي.

 د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *