تاند- د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې نن سهار د اختر له لمانځه وروسته د یوې لویې تروریستي حملې مخه ونیول شوه.
د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان وویل، د دولت وسله والو مخالفانو پلان درلود چې په یوه مازدا موټر کې زر کیلو چاودېدونکي مواد نن سهار د ولایت په مرکز ښرنه کې وچاودوي خو د امنیتي ځواکونو له لوري له چلوونکي سره ونیول شو.
په پکتیکا کې امنیتي چارواکي وايي چې موټر د اورګون ولسوالۍ له بازاره ۸ کیلومتره لېري د تیرمیري په سیمه کې کشف شو.
د سيمه ييزو پوليسو عمومي قومندان عزيزالله کاروان وايي چې موټرله چاودېدونکو موادو سره د ملي امنيت د صفر اته چټکې قطعې لخوا ونيول شو او اوس یې له چلوونکي څخه په دې قطعه کې پوښتنې روانې دي.
د کاروان په وينا موټر چلوونکی شل کلن دی، قاصد خان نوميږي او د شمالي وزيرستان اوسېدونکی دی.