په پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د دغه ولایت د والي محمد الیاس وحدت په لاسونو د اداري او حسابداري انستیتوت ډبره نن د تلې په شلمه د یوشمیر مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل: د پخوا په شان د پوهنې ریاست اړوند ټولو چارور لا ښه سمون ته ژمن یم.

ښاغلی وحدت وایي: د اداري او حسابداري انستیتوت چې پخوا یې ځانګړې وداني نه لرله د ودانۍ په جوړېدو سره به دزده کونکو ډیری ستونزې هوارې شي.

وحدت وایي چې د یادې ودانۍ چارې به وخت په وخت څاري او ټولې چارې به یې د قرارداد سره سمې ترسره کیږي.

دی وایي د یادې ودانۍ په چارو اتلس میلیونه او څلوېښت زره افغانۍ مالي لګښت کیږي چې چارې به یې د پونیکس قراردادي شرکت له لوري د یو کال په اوږدو کې بشپړې شي.

ده دغه راز هیله وښوده چې د پکتیکا اړوند ورسره شویو ژمنو ته په دعمل جامه ور واغوندي چې له جملې یې په لسو بېلا بېلو پروژو کارونه روان دي.

د پوهنې ریاست سرپرست رییس کریم اتل وال وایي چې هڅه یې دا ده چې دا ډول ودانۍ د غه ولایت په زونونو کې جوړې کړې ترڅو خلکو ته سهولت برابر شي.

اتل وال وایي چې د یادنې ودانۍ د جوړېدو له چارو څخه په د ولایتي ادارې سره په شریکه وخت په وخت لیده کوي او چاته به اجازه نه ورکوي چې د ودانۍ په چارو کې درغلي وکړي.

نوموړي دغه راز غوښتننه وکړه چې د ودانۍ ترڅنګ  که د لیليې ودانۍ ورته جوړه شي تر څو د لري سیمو وسیدونکو ته سهولت برابرشي.

د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *