د پکتیکا ولایت کرنې ریاست کې د بزګر ورځ او مېله په یو لړ ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه او د دې ولایت بزګرانو ته د بزګرۍ وسایل ورکړل شول.
په یادو مراسمو کې پکتیکا والي محمدالیاس وحدت ترڅنګ د بېلابېلو ادارو استازو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر بزګرانو برخه اخیستې وه.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت بزګرانو ته د دې ورځې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې د بزګر د هڅو پایله ده چې خلک په ورځيني ژوند کې له سهولتونو برخمن دي.
ښاغلي وحدت وویل، د کرنې سکتور لا هم په افغانستان کې دومره پیاوړی نه دی چې زموږ ټولې اړتیاوې پوره کړي خو په وینا یې که د هېواد پراخې دښتې کرنیزې شي نو هېواد وال به مو په ځان بسیا شي.
نوموړي زیاته کړه، دولت د کرنیز سکتور د پیاوړي کولو په موخه بېلابېل پروګرامونه تر کار لاندې دي چې په پلي کېدو سره به یې ګڼې ستونزې هوارې شي.
په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست رئیس نورالله سباوون وایي چې هڅه کوي څو د بزګرانو شته ستونزې له منځه یوسي او په دې سره کورني تولیدات زیات کړي.
هغه زیاته کړه، د بزګرانو په همکارۍ به پکتیکا کې کرنیز سیستم ته وده ورکوي او کورنیو تولیداتو په ډېروالي سره له بهره د راتلوونکو توکه کچه کمه شي.
بل لورته د پکتیکا ولایت یو شمېر کرونده ګر وایي چې د دولت په همکارۍ به د پکتیکا پراخې دښتې په کرنیزو توکو پوښي او داخلي تولیدات به زیاتوي.
دوی که څه هم د دولت له لوري د کېدونکو مرسته مننه کوله خو زیاته یې کړه چې د دوی لاسنیوی وشي او په بېلابېلو برخو کې ورسره اړینې مرستې په خپل وخت ترسره شي.
د یادونې ده، په نننۍ غونډه کې د دې ولایت په ګڼ شمېر بزګرانو باندې د کرنې ریاست له لوري د بزګرۍ بېلابېل توکي ووېشل شول چې له دې څو ورځې وړاندې هم د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې په چوکاټ کې دوی ته ۱۱۵۰ باغونه وېشل شوې و.