په پکتیکا ولایت کې داسلام دسترپیغمبرحضرت محمد مصطفی(صلی الله علیه وسلم) نیکمرغه میلاد، ددې ولایت د چارواکولخوا دقران کریم په ختمونوسره ولمانځل شو.
داسلام دسترپیغمبرحضرت محمد مصطفی (ص ) دنیکمرغه میلاد په دغه لمانځغونډه کې دپکتیکا والي ښاغلي انجنیرعبدالکریم متین،امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل ، استناف محکمې ریس قضاوت پوه سیدعلم نیکوزي ،ولایتي شورا غړو ددې ولایت ټولوادارو ریسانوعلماکرامواوقومي مشرانوګډون کړی وو .
په پیل کې دپکتیکا والي ښاغلي انجنیرعبدالکریم متین دحضرت محمد (ص) په سیرت اواخلاقوباندې رڼاواچوله زیاته یې کړه الله (ج) رسول الله (ص) دانسانیت، فضیلت، بشردوستۍ او خواخوږۍ ستر سمبول او لارښود په توګه نړۍ ته رالیږلی ،چی د بشریت په تاریخ کی ستر مقام او منزلت لري او هر مسلمان ورباندی ویاړي.
نوموړي وویل دانحضرت صلی الله علیه وسلم، لوړ شخصیت د ټولنې د پرمختګونو لپاره د ورورۍ جنډه پورته کړه،تور تمونه اوجهالت یې له بشري ټولنو لرې اوخلک یې سمې او روښانه لارې ته برابر کړل. او همدارنګه یې دالهي انواروپه رڼاکې دبشریت لپاره دانسانیت اوعدالت سوله ییزه لاره غوره اوله منفي اعمالوڅخه یې انسانان منع کړل.
په غونډه کې دحج اواوقافوریس اوددې ولایت یوشمیردیني عالمانواوقومي مشرانو په وارسره خبرې وکړې اودخوږ بیغمبر نبي کریم صلی الله علیه وسلم په ژوند ،اخلاقو، ریښتینولۍ اوکړو وړو باندې یې رڼا واچوله او هیله یې څرګنده کړه،چې د افغانستان زړه ور او متدین خلک د اسلام د پیامبرد ژوند اعمال او کړه وړه د خپلې لارې څراغ وګرځوي او د ورورۍ او یووالي لپاره هڅې وکړي .
حضرت رسول اکرم (ص) د ٥٧١ زېږديز کال د اپريل په ٢٢مه ، چې د ربيع الاول له ١٢ مې نیټې سره سمون خوري ، په مکه معظمه کې نړۍ ته سترګې پرانستې او په ٦٢١ زېږديز کال کې په پيغمبرۍ مبعوث شو او د ٦٣ کلنۍ په عمر يې له دې فاني دنیا نه رحلت وکړ.
په درنښت
دپکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر