پکتیکا

خبریال: سیف شهاب – د پکتیکا چارواکي وایي چې د دې ولایت په برمل ولسوالۍ کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې مشهور قومندان وژلی دی.

د پکتیکا ولایت د والي ویاند نبي الله پیرخیل نن /د وري ۱۷/ تاند ته وویل چې د دوشنبې په ورځ د برمل ولسوالۍ د ملک شاهي په سیمه کې د ملي اردو ځواکونو لخوا تصفیوي عملیات شوي چې په ترڅ کې یې د حقاني شبکې مشهور قومندان ملا رمضان ووژل شو.

ده زیاته کړه، ملا رمضان له تیرو اتو کلونو راپه دې خوا په برمل ولسوالۍ کې د حکومت ضد فعالیتونه ترسره کول.

د پیرخیل په خبره، په دې عملیاتو کې یو کلاشینکوف او دوه لاسي بمونه هم د ملي اردو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

څو ورځې وړاندي هم د دې ولایت د ملي امنیت ځواکونو لخوا د ګیان په ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ د حقاني شبکې درې غړي او ګڼ شمیر وسلې نیول شوې وې.

وسلوالو طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

سره له دې چې پکتیکا د حقاني شبکې مرکز وزیرستان ته څېرمه پرته ده، د دغه ولایت د قومي مشرانو او خلکو د همکارۍ په وجه د پکتیکا زیاتې برخې په نسبي ډول له امنیته برخمنې دي.

One thought on “په پکتیکا کې د حقاني شبکې مشهور قومندان ووژل شو”
  1. د افغانستان جګړه د چا اوڅه لپاره ده؟

    له تېرو ديارلسو کلونو راهيسي د افغانستان روانه جګړه بې له کوم شکه او شبهې څخه د پاکستان له خوا په مخ وړل کېږي.
    دا حقیقت به اوس ښايې يوازي له هغه چا پټ وي چې دغفلت په خوب ويده وي اوعقل يې په پوندو کې وي.
    د جنرال پروېزمشرف هغه وينا دا حقیقت ښه په ډاګه کړ چې په زغرده يې وويل:(زموږ استخباراتي ادارې د طالبانو روزنې ته په ۲۰۰۲ع کال کې مخه کړه، په دې چې کرزی له هندسره نږدې شوی و، نو موږ د طالبانو روزنې ته د دې لپاره مخه کړه څو د کرزي حکومت کمزوری شي.)
    خو د افسوس خبره دا ده، سره له دې چې دا جګړه دپاکستان ده، خو بيا هم زموږ بې علمه تش چړیان د دې جګړې د مشروع او لازمي ثابتولو لپاره آيتونه او حديثونه خلګوته بيانوي.
    دا کار له دې هيواد اومسلمانانوسره ستره جفاءاوعظيم خيانت دی.
    که طالب مشرانوحقيقت واضح کړی وای چې دغه جگړه مونږ کوو، زمونږسره د پاکستان پوځ اوآی اس آی تر شاولاړ دی اومونږ د دوی له مشورې پرته هيڅ هم نه شوکولای!!
    بيابه دومره زيات ملامت نه وای ځکه خپلي غلامي اودپاکستان لپاره سرښندنه به يې اعلان کړې وای چې مونږدپاکستان دگټولپاره جنگېږو،که څوک په دې لارکې سرښندني کوي،رادي شي زمونږسره دي ملگري شي!
    خوافسوزدادی چې طالبان داسي ناپوه خلگ دي چې سرورکولوته چمتودي خودسرخلاصولوته نه چمتوکېږي.
    تراوسه پوري دوی په دې نه پوهېږي چې دغه جگړه جهادنه دی اونه هم عقيدوي اړخ لري بلکې دايوه استخباراتي جگړه ده چې دآی اس آی له خواپه مخ وړل کېږي اوطالبان ديوې آلې په حيث دپاکستان دگټولپاره ځانونه قرباني کوي اومسلمان افغان وروڼه وژني.
    په جهادکې نيت ته اعتباردی،جنگ خوکافران هم کوي،خودجهاداوجنگ ترمنځ توپيرپه نيت سره راځي اونيت دمشراواميرمعتبردی دمأموراوکشرنيت ته اعتبارنشته.
    اوس په دغه دآی اس آی په جگړه کې مشراواميردپاکستان فوځ اوآی اس آی دی،نه ملاصاحب اوطالبان.
    دوی خومأمورين اودپاکستان بې تنخواه اوپه ساده وردۍ کې عسکردي،له دې هاخوابل هيڅ حيثيت نه لري.
    بايدنورطالبان سرخلاص کړي اودمسلمانانودوژني ناروالړۍ ته دي ادامه نه ورکوي.
    له خدايه دي وډارشي اونوردي په دغومظلوموافغانانورحم وکړي.
    بس دی،دآی اس آی لپاره په دومره خدمت اودومره دافغانانانوپه وژنوبسنه وکړئ!
    تاسوبايدپدې پوه شئ چې دغه آی اس آی ستاسوبری هم نه غواړي،تاسوبه به هم په هيڅ صورت دې ته پرېنږدي چې بري ته ورسېږئ!
    دغه ظالم پاکستان اوآی اس آی به بېرته په تاسومسلطېږي ځکه څوک چې دظالم سره مرسته وکړي،خدای پاک به دغه ظالم پرې مسلط کړي.
    ان شاءالله هغه ورځ به لېري نه وي چې دغه ظالمان به په تاسومسلط شي اوبيابه شرمېدلي اورسواياست،اولس به هم پېژندلي ياست اوسياسي ځواک به موهم له لاسه ورکړی وي.
    ترهغه وړاندي دځان له غلامۍ دخلاصولولپاره هلي ځلي وکړئ!
    پای
    ليکوال:عبدالغفارپکتياوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *