خبریال ظفرباوري پکتیکا ۳۱/۲/۱۳۹۴
تیره شپه د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالۍ په سپینه کلي کې د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته شوې ده چې په ترڅ کې یې له دواړو خواوو څخه اوه ویشت تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتیکا ولایت سرپرست امنیه قوماندان نثاراحمد عبدالرحیمزي رسنیو ته وویل : (( نن شپه د ۴ بجو په شاوخوا کې د دولت وسله والو مخالفینو د دې ولایت د اومنې ولسوالۍ په سپینه کلي کې د ۳۰۰ تنو په شاوخوا کې پر امنیتي پوستو ډلییز برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو د شدید مقاومت په ترڅ کې د دښمن د دوو قوماندانانو هر یو فاتح او کاروان په شمول ۱۵ تنه ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.))
سرپرست امنیه قوماندان زیاتوي:((د وسله والو مخالفانو له ډیروالي سره سره افغان سیمه ییزو پولیسو مخالفین په شا تمبولي دي او د دوی لخوا یوازې ۵ سیمه ییز پولیس سطحي ټپیان شوي دي چې د تشویش وړ ندي))
د نثار احمد په قول له وژل شوو وسلوالو څخه یو تعداد وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.
دی وایي چې د وژل شوو وسلوالو مخالفینو څخه یې د پنځو وسلوالو جسدونه د جنګ له ساحې څخه راوړي او پاتې نور وسلوالو له ځانه سره وړي دي.
عبدالرحیمزی وایي چې د پکتیکا ولایت امنیتي ځواکونو ترمنځ د کاملې همغږۍ او سالمې رهبرۍ شتون د دې لامل شوی چې مخالفینو ته ماتې ورکړي اوبریا خپله کړي.
خو د پېښې شاهدانو د نوم د نه ښوودلو په شرط رسنیو ته وویل چې د سیمه ییزو پولیسو اووسلوالو طالبانو ترمنځ نښته ډیره سخته وه چې په پایله کې یې یوازې شپږ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د مرکز شرنې د ملکي روغتون ځیني سرچيني، چې نه غواړي نومونه یې څرګند شي، وایي د جګړې له سیمي ورته پنځه سیمه ییز پولیس په ټپي حالت کې وروړل شوي دي چې د یوه سیمه ییز پولیس روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ښوودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نیږدې درې ۳ ورځې وړاندې د پکتیکا د مرکز شرنې په مربوطه کلي خواجه خیلو کې هم د دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ جګړه شوې وه چې دواړو خواوو پکې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې وه .
د یادولو ده چې د دې پیښې په اړه رسنیو ته د وسله والو طالبانوله لورې تر اوسه څه ندي ویل شوي .
الله (ج دايمي سوله اوثبات زمونژ په گران هيواد كي راولي نور نو افغانان ددي جنگونو سخه ستري شوي او د تولو هيوادوالو سخه مو هيله داده چي خپل په منز كي سره يو شي ..مننه ستاسو ورور انجينر شكرالله دهلمند سخه..