په پکتيکا ولايت کې د ښې حکومتدارۍ،د بیارغونې د چارو د ګړنديتوب او ولسونو ته د ولسونو په خوښه د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه پنځه کلن ستراتيژیک ولایتي پرمختيايي پلان جوړ شو.

هغه ورکشاپ،چې د پکتيکا ولایت د پنځه کلن ستراتيژيک ولایتي پرمختيايي پلان د بياکتنې او تائيد په موخه جوړ شوی وه، د پکتيکا د والي انجنیرعبدالکریم متین تر څنګ ، د اړونده ادارو ریيسانواو د پکتیکا ولایت د ټولو ولسوالیو ولسوالانو او قومي مشرانو پکې ګډون کړی وو..

د غونډې برخه والو ته په پیل کې د پکتیکا والي انجنیرعبدالکریم متین،دغه پنځه کلن پرمختيايي پلان له اهمیت نه ډک وباله، زیاته یې کړه ولس ددې حق لري،چې دلومړيتوبونوپه نظرکې نیولوسره هغه پروژې په ګوته کړي چې اړتیا ورته لري ،ترڅو په دې پلان کې ځای پرځای اود مرکزي دولت او نورو مرستندویه ادارو په مرسته دغه پلان عملي بڼه غوړه کړي.

1همدارنګه والي متین پرټولومرستندویه او بسپنه ورکوونکو اداروغږ وکړ، چې د ياد پنځه کلن ستراتيژيک ولايتي پرمختيايي پلان په عملي کولو کې پراخه ونډه واخلي،ترڅوپه راتلونکي کې په هر اړخیزه توګه پکتيکا يو پرمختللى ولايت وي.
د پکتیکا ولایت له بیلابیلو ولسوالیو څخه راغلیو قومي مشرانو دیاد پنځه کلن پلان په جوړولوسره خوښي څرګنده کړه اوله مرکزي دولت څخه یې وغوښتل چې په عملي کولوکې یې ورته جدي پاملرنه اوعملي اقدام وکړي.
د پکتیکا ولایت لپاره جوړ شوی ستراتيژيک ولايتي پرمختيايي پلان په (۸) سکتورونو کې شاوخوا ۴۵۰ بیلابیلې غټې او وړې پروژې لري، چې د پنځو کلونو په موده کې به د پکتیکا ولایت په ټولو ولسوالیو کې پلې شي.

دیادولو وړده چې تیر پنځه کلن ستراتیژیک پرمختیایي پلان په ۱۳۹۰لمریزکال کې جوړشوی وه اوتردې مهاله ۱۲۳ غټې اووړې پروژې دبیلابیلو مرستندویه ادارو او پرمختیایي بودجې څخه تطبیق شوي دي اوپر۲۴ پروژوباندې کارجریان لري.

د پکتیکاولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *