د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د زامې په نوم کانال جوړیږي او ټاکل شوې زر هکتاره ځمکه ترې خړوبه شي.
د یاد کانال د بنسټ ډبره پکتیکا والي ورسره مل پلاوي او د سیمې اوسېدونکو د یو لړ مراسمو پرمهال کېښوده.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي چې د یاد کانال په جوړېدو سره به په سیمه کې روانې اوبه مهار شي او له مخې به یې ګڼ شمېر پکتیکا وال د اوبیزو ځمکو خاوندان شي.
دده په خبره، دکانال په جوړېدو سره به په سیمه کې د بیلابېلو میوو باغونه جوړ شي او د خلکو په اقتصادي حالت به ښه اغیز ولري.
ښاغلی وحدت وایي، پکتیکا ډېر داسې ځایونه لري چې په هغې کې کوچني او لوی ذخیروي بندونه جوړېدای شي چې په وینا یې په ځینو یې کار هم کیږي.
په ورته مهال د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژۍ رئیس اصف هوتک وایي چې د زامې کانال د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي چې د جوړېدو چارې به یې د دریو میاشتو په موده کې سرته ورسیږي.
دده په خبره یاد کانال د یو کیلومتر په اوږد سره جوړیږي چې په وینا یې ټولې چارې به یې دوی له نږدې څاري او په اساسي ډول به جوړ شي.
بل لورته د سیمې خلک د زامې کانال جوړېدل د ژوند یوه ستره هیله بولي او زیاتوي چې د یاد کانال په جوړېدو سره به له ګڼو سهولتونو برخمن شي.
دوی وایي، هغه ځمکې چې په خړو دښتو بدلې شوې د کانال په جوړېدو سره به په ښو کرنیزو ځمکو بدلې شي.
په دې اړه د سیمې یو تن ځوان
ټاکل شوې په ۱۳۹۷ کال کې په همدې سیمه کې د زامې د بند مقدماتي سروې هم پیل شي چې له مخې به یې شل زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.