په پکتيکا کې د ډاکتر زلمي رسول د ټاکنيزو منډو ترړو دفتر له يوې غونډې وروسته پرانستل شو. د غونډې ګډونوالو په يوه غږ له خپل نوماند ډاکتر زلمي رسوله وغوښتل څو له بري وروسته د سولې پروسه په خپلو لومړيتوبونو کې ځای کړي.
په داسي حال کې چې د ۱۳۹۳ يم کال د جمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټولټاکنو ته يوازې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، د ډاکتر زلمي رسول په مشرۍ د اعتدال، برابرۍ او جوړونې ټيم خپل ولايتي دفتر د پکتيکا ولايت په مرکز شرنه کې نن /د کب په شپږويشتمه/ پرانست او رسماً يې خپلې ټاکنيزې مندې ترړې پيل کړې.
په پکتيکا کې د ډاکتر زلمي رسول د ولايتي دفتر مشر ولي ډوګره خپل پروګرامونه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل او زياته يې کړه چې له بري وروسته به زلمی رسول د تيرو کلونو لاسته راوړنو ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي.
د غونډې ګډونوالو د ډاکتر زلمي رسول د دفتر په پرانسته خوښي څرګنده کړه او د نوموړي يې ملاتړ اعلان کړ.