د پکتیکا ولایت مقام د میلمستون په انګړ کې د سلېمان غر کلنۍ دودیزه مېله او مشاعره په ځانګړو مراسمو سره ترسره شوه.

په دغه دودیزه مېله او مشاعره کې د پکتیکا والي، د ملکي او نظامي ادارو استازو، له  پکتیا، خوست، کابل، غزني او اروزګان ولایتونو څخه راغلو شاعرانو، او د پکتیکا ولایت مرکز او ولسوالیو ګڼ شمېر ځوانانو برخه لرله.

سلېمان غر کلنۍ دودیزه مېله او مشاعره  د پکتیکا ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست او ولایت مقام په همکارۍ ترسره شوه چې زیات شمېر شاعرانو د غونډې ګډونوالو ته خپل شعرونه ور واورول.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د سلېمان غر کلنۍ مشاعرې له ټولو ګډونوالو په ځانګړي ډول له نورو ولایتونو څخه راغلو شاعرانو او د شعر له مینوالوځانګړې مننه وکړه چې په  مشاعره کې یې برخه واخیسته او د مشاعرې ګډونوالو ته یې شعرونه ور واورول.

وحدت د دا ډول فرهنګي ناستو د ارزښت ترڅنګ په ټولنه کې د شاعرانو په رول خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې شاعر په ټولنه کې مثبت فکر تر نور ښه او ژر رسوالی شي.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *