تاند- راپورونه وايي چې د پکتیکا ولایت په ګیانې ولسوالي کې د طالبانو ترمنځ نښتې شوي دي.
د سیمې ځینې اوسېدونکي او همداراز ۲۰۳ تندر قول اردو وايي چې د طالبانو په خپلمنځي نښتو کې مرګ ژوبلې پېښې شوي دي.
تندر قول اردو وايي چې په دې نښته کې ۳ طالبان ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې پخوا د طالبانو د دوو بېلو شویو ډلو ترمنځ، چې د یوې مشري ملا هبت الله او د بلې ملا رسول کوي، ډېرې نښتې شوي خو د یوې ډلې په خپل منځ کې د جګړې راپور نه دی ورکړای شوی.
د پکتیکا ولایت په ځینو ولسوالیو کې په وروستیو میاشتو کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.