د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د یادې کمیټې د پرانیستي پر مهال وویل چې جوړه شوې کمیټه به په منظم ډول په دې کار کوي چې څنګه د مېندو او نوو زیږیدلو ماشومانو د مړیني کچه راکمه کړي.


دده په خبره دا کمېټه به دغه راز د مور او ماشوم د مړیني په عمده علتونو کار وکړي او د دغه ستونزې د هواري لپاره به جده کار تر سره کړي.

د مور او ماشوم د ژوندي پاتې کیدو یاده کمېټه د دغه ولایت د والي محمدالیاس وحدت په مشري جوړه شوې او ټاکل شوي چې هر میاشت به تویتي غوڼدې تر سره کوي.

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د عامي روغتیا رئیس ډاکټر ولي ګل خروټی د یادې کمېټې مهم بولي او زیاتوي چې دا کمېټه به په اړونده برخه کې مثبتې پایلې ولري.


نوموړی وایي، هڅه به وکړوچې د خلکو ته په یاده برخه کې عامه پوهاوی تر سره کړي او دوی په هغو لارو چارو خبر کړي چې له مخې یې د مور او ماشوم د مړیني کچه راټیټیدلی شي.

د مور او ماشوم د ژوندي پاتې کیدو یاده کمېټه د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت په مشری جوړه شوې او د عامې روغتیا ریاست مسوولین یې غړیتوب لري.


روغتیا پالان وایي، هغه لاملونه چې د ماشومانو د مړینې سبب کیږي نس ناستی، سینه بغل، خوارځواکي او په نویو زیږیدلو تړلې ناروغۍ ټولې د مخنیوي او تداوي وړ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *