د پولیو ناوړه ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ټینګ عزم لرو، دغه څرګندونې د پکتیکا والي ښاغلي محمد الیاس وحدت د پولیو واکسین د تطبیق د دري ورځني کمپاین د پیل کیدو پرمهال وکړي.
د پکتیکا په مرکز ښرنه او ټولو ولسوالیو کې د پولیو واکسین د تطبیق فوق العاده دری ورځنی کمپاین د یوې ماشومي په خوله کې د پولیو دوه څاڅکو واکسینو په اچولو سره رسما د پکتیکا والي له لورې پیل شو.
والي ښاغلي محمدالیاس وحدت وویل د پولیو ناوړه ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ټینګ عزم لرو، له ولسونو څخه غوښتنه کوو چې د پولیو واکسین کمپاین له ټیمونو سره ریښتیني مرسته وکړۍ چې سالمي کورنۍ ولرو، ښاغلي وحدت زیاته کړه له نیکمرغه د تیرو دوو میاشتو راپدېخوا د پولیو واکسین کمپاین په منظم ډول د شمالي او جنوبي وزیزستان څخه د راغلیو بي ځایه شویو په ګډون د پکتیکا ټولو سیمو ته رسیدلې دي، د پکتیکا والي وویل دا ځل هم هیله لرو چې دا کمپاین په ښه ډول سره ترسره شي، جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې جدي دی، والي محدالیاس وحدت دا هم وویل چې ددغه کمپاین د ښه تطبیق او څارني لپاره د ګاونډیو ولایتونو غزني، پکتیا او خوست څخه هم کسان راغلي دي.
د عامي روغتیا رئیس د ولایتي ادارې او د پکتیکا د خلکو څخه مننه وکړه چې د پولیو واکسین د کمپاین په برخه کې يې همکاري کړې ده،ډاکتر ولي ګل وویل په دغه فوق العاده کمپاین کې به ۱۸۸۰۰۰ هغو ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکول شي چې عمر یې تر پینځو کالونو پورې وي، د عامي روغتیا رئیس هم په رسنیو او د پکتیکا په ولسونو غږ وکړ چې د پولیو واکسین له ټیمونو سره پوره او هر اړخیزه همکارۍ وکړي.
نبي الله پیرخېل
د پکتیکا ولایت ویاند