د پکتیکا پریس کلب وايپه یوه خبرپاڼه کې نن اعلان وکړ چې دپکتيکاولايت په ارګون ولسوالۍ کې دملي اردو ځواکونه اودولسمشرۍ کانديد ډاکتر عبدالله عبدالله پلويان نن جمعه (ميلمه) راډيو ته ننوتلي او دراديو زيات وسايل ېې مات کړي دي .
د ميلمه راديو مسول محمد الله همت يار په وينا دملي اردو ځواکونوورته ويلي چې په دې راديو کې درايو صندقونه ډکيږي حال داچې درايو صندقونه موجودنه و.
پکتيا پريس کلب پر رسنيو باندې دا ډول بريدونه په کلکه غندي او له ټولو ډلو څخه غواړي چې قانون او د بيان ازادۍ ته احترام ولري .
همدارنګه پکتيا پريس کلب له خپلو هم مسلکو (خبريالانو) څخه هيله لري څو د رسنيو د قانون په رڼا کې خپلې چارې پرمخ بوځي او په سيمه کې د ژورنالستانو له ټولنو او ځايي چارواکو څخه غواړو چې دا مسله په جدي ډول وڅيړي.
پکتیا پرس ته باید وویل شی چی دا د پټی سر دی پټی بیرته سرور دی. که یو ځلی عبدالله خیلو وګټلی او قدرت یی په لاس کی واخیست نو بیا به درسره ګوری. اوس د هم د القاعده او ټالیب په نومونو وژنی او سبا خو به یی ټول قدرت په لاس کی وی. هغوی چی د خپل سر په قیمت تر نن پوری لږ او ډیر سیاسی واک مونږ ته ساتلی وو ، اوس به یی په غفلت او بی تفاوتی سره بایلو او قدرت به په دواړو لاسونو ورته تسلیموو او دوی به په ډیره مینه او شفقت سره له دری انچو نیولی تر لس انچو میخونه د قانون په چوکاټ کی زمونږ په سرونو وهی. وایی پلار ګټلی زوی ته آسان دی. او هغوی چی تر غرمی خوبونه وهی غواوی به یی نر میخکټی زیږوی. نور نو ستاسو خوښه.
د درغلیو د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړئ
ن.ن
Larawbar.com 2014-06-13
اړیکشمېرې:
د درغلۍ او رضاکارانو د اړوندو موضوعګانو لپاره لاندې شمېرو ته زنګ ووهئ که مو په غږلېږد کې لګښتونه نه وي؛ ورته تش میسکال ور کړئ:
0744816401
0744816402
0744816403
0744816404
0744816405
0744816406
0744816407
0744816408
0744816409
او
0744536300
یوه اړیکه؛ د یوه افغان اراده خوندي کوي!