په پکتیکا ولایت کې ۱۵۰۰ ښوونکو ته د استوګني نومرو د ویش لړۍ نن رسما د پکتیکا والي ښاغلي امین الله شارق او د ښارجوړوني وزیر ښاغلي سید منصور نادرې له لورې پیل شوه: 

د ښار جوړوني وزیر ښاغلي سید منصور نادري د یوه پلاوي په ملتیا پکتیکا ولایت ته سفر وکړ او دغلته یې په پیل کې د پکتیکا والي ښاغلي امین الله شارق،د ولایتي شورا غړو،د بیلابیلو ادارو مسئولینو او د مرکز ښرني ښار له یو شمیر مخورو سره وکتل.

د پکتیکا والي امین الله شارق د ښارجوړني وزیر او ورسره مل پلاوې ته ښه راغلاست ووایه او وې ویل په تیرو څو کلونو کې پکتیکا ولایت کې د ښاري پراختیا په برخه کې د پام وړ کارونه نه دي ترسره شوي،ښاغلي شارق زیاته کړه په مرکز ښرنه سربیره باید په ارګون او زرغون شهر ولسوالیوکې هم ماسټر پلان پلی شي تر څو خصوصي سکتور پیاوړی شي او ښارونه پراختیا ومومي.

والي امین الله شارق وویل په پکتیکا ولایت کې امنیت تامین ده او په مرکز او ولسوالیو کې د بیارغوني چارو ته زمنیه برابره ده.

ولسونه له ولایتي ادارې سره په هره برخه کې مرسته کوي.

ورپسې د ادارو مسئولینو او د مرکز ښرني اوسیدونکو په خپل وار سره شته ستونزي،غوښتني،وړاندیزونه د ښار جوړوني له وزیر سره شریک کړل.دوی د ښوونکو د ښارګوټي په جوړیدا خوښي وښوده او د نورو ورته ښارګوټو د جوړیدو غوښتنه یې وکړه.

د ښار جوړوني وزیر د پکتیکا والي څخه مننه وکړه چې د خپل ماموریت په جریان کې یې تل د پکتیکا د ولسونو غوښتنې په وخت له وزارتونو سره شریکې کړې،ښاغلي نادرې وویل اوسمهال د ښارجوړوني په سکتور کې پوره همغږي موجوده ده او په ټول توان سره به هڅه وکړې چې د مرکز ښرني ښار د پراختیا او د ښار د اوسیدونکو غوښتنو ته به وخت رسیده ګې کوي.

ورسته د ښارجوړوني وزیر او ورسره پلاوې د مرکز ښرني له ښار څخه له نږدي څخه لیدنه وکړه.

ورپسې د پکتیکا والي،د ښارجوړوني وزیر او ورسره راغلي پلاوی د ښوونکو ښارګوټي ته ولاړو او هغه یې د پټې په پریکولو سره رسما ګټې اخیستنې ته وسپارل،د ښارګوټي د پرانیستې پرمهال د پکتیکا والي د یاد ښارګوټي مبارکې ټولو پکتیکا والو او په ځانکړې ډول ښوونکو ته وویله،

ښاغلي شارق وویل ښوونکي د ډیرو امتیازاتو حق لرې او باید ونازول شي او قدر یې وشي،له نیکمرغه ولسمشر خپلو کړو وعدو ته ژمن ده چې یوه هغه یې ښوونکو ته پخپلو ولایتونو کې د یوې نمري ویشل وو چې نن یې موږ او تاسو په پکتیکا ولایت کې ښوونکو ته د نمرو د ویش شاهدان یو.

د ښار جوړوني وزیر ښاغلي منصور نادري هم د ښوونکو د ښارګوټي مبارکې د پکتیکا ښوونکو ته وویله او زیاته یې کړه چې نن یې د ولسمشر په هدایت پکتیکا ولایت ته سفر کړی،ښاغلي نادري وویل د تیرو څو میاشتو په اوږدو کې د ښوونکو د ښارګوټي د نقشي او ډیزاین چارې د ښارجوړني وزارت د مجربو انجنیرانو له لورې کار پرې شوی او چارې یې پای ته رسیدلی،ښاغلي نادري وویل یاد ښارګوټی به ټول اړین ملحقات ولري.

د پکتیکا ولایت د ښوونکو دغه ښارګوټی د مزکز ښرني په ښار کې په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي چې ۱۵۰۰ ښوونکو ته به د استوګني نومري په کې ورکول شي.

په درنښت 

نبي الله پیرخېل 

د پکتیکا ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *