تاند- افغان امنیتي چارواکي وايي چې نن /شنبه/ په پکتیکا ولایت کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي حمله کې لږترلږه ۱۸ یاغیان ووژل شول.
د کویت د کونا خبري اژانس د راپور له مخې د پولیسو یوه چارواکي نصیر احمد عبدالرحیمزي رسنیو ته وویل چې دا برید نن سهار وختي په ګیانې ولسوالۍ کې وشو.
ده وویل چې په وژل شویو سختدریځو کې بهرنیان هم شامل دي.
د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم، چې تاند ته یې هم رالېږلې،
د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم، چې تاند ته یې رالېږلې، امنیتي ځواکونو د همغږۍ ګډ مرکز د معلوماتو له مخې وسلوالو مخالفانو غوښتل چې له (۳) عرادې ډاډسن موټرو څخه په استفادې سره له سترګیان کلي څخه بلې سیمې ته لاړشي چې د ایتلافي ځواکونو له لوري په نښه او د هوایي برید په ترڅ کې ووژل شول.
تر دې مخکې پرون د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو یو موټر، چې چاودېدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي ول، مخکې تر دې چې هدف ته ورسېږي، وویشت.
نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې جنګي ماموریت پای ته رسولی خو لا هم له افغان امنیتي ځواکونو سره هوايي ملاتړ ته دوام ورکوي.
ناټو او امریکا ویلي چې د القاعده شبکې پر ضد به د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې عملیات کوي خو طالبان به یوازې هغه وخت په نښه کوي چې د دوی پر ځواکونو یا تاسیساتو برید وکړي.