د پنجشنبې په ورځ په پکتیکا کې د نیالګیو کېنولو اشر ترسره شو او په ترڅ کې یې ډېر شمېر نیالګي کینول شول.

په یاد اشر کې د پکتیکا پر والي سربیره، د بېلابېلو ادارو مسؤلینو، د ولایتي شورا استازو، مدني ټولنو، مشرانو او ځوانانو برخه اخیستي وه.

د نیالګیو کېنولو لړۍ د پکتیکا مرکز ښرنې له پتنې غونډۍ پیل شوه او ټاکل شوې د زرغونې پکتیکا په نوم دغه لړۍ د پکتیکا ټولو سیمو ته وغځول شي.

نوي کال ته د هرکلي لپاره لومړی نیالګی پکتیکا والي محمدالیاس وحدت کېښود.

ښاغلي وحدت له خلکو مننه وکړه چې د نیالګیو د اخیستلو او کېنولو په برخه کې یې هلې ځلې وکړې.

وحدت دغه راز له پکتیکا والو غوښتنه وکړه چې په هره سیمه کې نیالګي کېنوي خو ترڅنګ یې د نیالګیو د ساتنې برخې ته هم متوجه کړل.

بل لورته د اشر ګډونوال وایي، هوډ یې کړی چې دا ځل به د نیالګیو په کېنولو سره د پکتیکا بڼه بدلوي او د ابادې پکتیکا لپاره به هڅې کوي.

دوی وایي، لومړی ځل دی چې په ډېر شمېر کسان د نیالګیو کېنولو لپاره اشر کوي او زیاتوي چې دې کار زرغونې پکتیکا ته هیله من کړي.

د یادونې ده چې سږ کال به نه یوازې په پکتیکا کې نوي نیالګي کېنول شي بلکې د ساتنې او اوبو رسولو لپاره یې هم منظم پلانونه ترتیب شوې چې له مخې به یې نیالګي له وچېدو وساتل شي.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *