تاند- وسله والو انتحاري طالبانو نن په پکتیکا کې د والیبال پر میدان په حمله کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
راپورونه وايي چې انتحاري حمله هغه مهال په خیرکوټ ولسوالۍ کې وشوه چې د والیبال د دوو ټیمونو ترمنځ مسابقه روانه وه.
امنیتي چارواکي وايي چې تروریست، چاودېدونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای کړي ول.
چارواکي وايي چې د ډېرو ټپیانو حال نازک دی ځکه اوس دقیقاً نه شي ویلی چې څومره کسان وژل شوي دي.
خو شاهدان وايي چې لږترلږه ۴۰ تنه وژل شوي یا ټپیان دي او اکثره مرګ ژوبله د والیبال نندارچیانو ته اوښتې ده.
رویټرز خبري اژانس بیا د نامعلومو افغان چارواکو په قول وايي چې په دې برید کې ۹ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل دي.
په همدې حال کې ملي اردو وايي چې له پېښې سمدستي وروسته یې سیمې ته خپل پرسونل او موټرونه ولېږل او دېرش تنه ټپيان یې روغتون ته ورسول.
خو نورې سرچینې وایي چې۳۵ ټپيان شوي او ۱۰ تنه ځای پر ځای وژل شوي دي.
کابو یو کال پخوا د پکتیکا په یحیي خېلو ولسوالۍ کې د والیبال پر میدان په ورته وحشیانه تروریستی برید کې ۵۷ تنه وژل شوي او ۶۰ تنه نور ژوبل شوي وو.
طالبانو دا خبر په کله رد کړیدی تاسې په کوم دلیل وایاست چې دا کار طالبانو کړیدی زه وایم چې دا کار هغه چا کړیدی کوم زمونږ دولسونو دښمنان دي اوس معلومه شوه تاسې په عنادي ډول دطالبانو پرخلاف تبلیغات کوئ
ښاغلی بشر احمد عثماني،تاسې هم په رڼا ورځ د خلکو سترګو ته خاورې ورشیندئ،، طالبانو دا دریالس کاله افغان مسلمان ولس قتل عام کړو، او تاسې لا هم د دوی بې ګناهۍ دلایل وړاندې کوی، خو دا د وخت جبر دی، مګر تاریخ به د هر چا په اړه خپل قضاوت وکړي!