خبریال: محمدالله همت یار   ۲۳=۰۱=۲۰۱۵

د پکتیکا ولایت د ټولګټو چارو ریس وايي چې سږ کال د ژمي په موسم کې په دې ولایت کې واوره نده وریدلې نو پلان لري چې د واورې د پاکولو په پیسو ماشینونه او وسایط وپیري.

انجنیر حفیظ الله ځاځی وايي چې دوی دا طرحه د پکتیکا ولایت له رهبرۍ سره یوځای جوړه کړې،  څو د واورې د پاکولو په شاوخوا نهه ملیونه افغانیو د پکتیکا ولایت د لویو لارو د واورې د پاکولو او د سړکونو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ وسایط لکه تراکتور او یوشمېر نورماشینونه واخلي څو ټولګټو چارو ریاست وکولای شي چې هر وخت ترې ګټه واخلي.

هغه وايي چې پخوا به واوره یو شمېر قراردادي شرکتونو ته ورکول کیده هغوی به پاکوله، او د ټولګټو چارو ریاست د واورې د پاکولو ماشینونه او وسایل نه درلودل، نو سږ کال د پکتیکا د نوي والي په مشوره موږ یو نوښت وکړ چې د واورې د پاکولو له پیسو سره یو شمېر نوره بودیجه یو ځای کړو چې د ټولګټو چارو ریاست لپاره یو شمېر وسایل را ونیسو او هر وخت ترې د واوري په پاکولو او د سړکونو په جوړولو کې ترې ګټه پورته کړي.

د ځاځي په خبره له دغو وسایلو څخه به په ژمي کې د واورې د پاکولو، اود دوبي په موسم کې به د سړکونو د جوړولو لپاره کار اخیستل کیږي.

د ټولګټو چارو ریس د قراردادي شرکتونو څخه هم مننه وکړه چې تر شخصي ګټو یې د پکتیکا ګټو ته لومړیتوب ورکړ او له لاسلیک شوي قرارداد څخه تیر شول.

د پکتیکا اوسیدونکي هم د والي او د ټولګټو چارو ریاست دا کار ستایي او له ټولو ادارو غواړې چې د پکتیکا والو د خیر لپاره نوښتونه وکړي.

په پکتیکا کې یوه مدني فعال اکبر راحل وویل:« د ټولګټو چارو ریاست دا کار ستایم، او دهغو شرکتونو څخه هم مننه کوم چې د واورې د پاکولو قرارداد یې ترلاسه کړی و خو د پکتیکا د ګټو لپاره تر خپلو شخصي ګټو تیر شوي دي.»

د ټولګټو چارو ریاست هر کال په پکتیکا کې شاوخوا زر کیلومتره لویي لاري له واورو پاکوي،خو سږ کال د تیرو کلونو بر خلاف د وزارت په لارښوونه د پنځه سوه کیلومتره سړکونو د پاکولو قرارداد شوی وه.

دی ادولو وړ ده چې د ژمي د موسم شاوخوا یوه نیمه میاشت تیره شوي خو په پکتیکا کې تر اوسه واوره نده وریدلي.

One thought on “په پکتیکا کې د واورې پاکولو په پیسو د واورې پاکولو وسایط اخیستل کېږي”
  1. ؟عزتمند ورور إنجينر حفيظ ا لله خانه.
    دي ته واءي سليم فكر به سليم وجود كي يو سليم مديريت..
    بر علاوه ديته واءي باك لأسونه دباك او با وجدانه مسول شخص دولايت جه ستا سره هم غزي كري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *