په پکتیکا ولایت کې د ولایتي ستراتیژیک پلان جوړونې ورکشاپ د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت تر مشرۍ لاندې، دمرکز کابل څخه د راغلي پلاوي دولایتي شورا مسولینو،او د پکتیکا ولایت د ادارو دمسولینو په شمول کې پیل شو.
ټاکل شوې په دې مرحله کې چې د درې ورځيني ورکشاپ په ترڅ کې ترسره کيږي د ادارو استازو ته د پلان جوړونې په مهارتونو او لارو چارو خبرې وشي.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي چې د یوه ولایت د پرمختګ اساسي اصل دهغه ولایت ستراتیژیک پلان جوړل دي چې له مخې یې د همغه ولایت اړتیاوو ته په کتو سره کار کیږي.
وحدت زیاتوي چې د ولایتي ستراتیژیک پلان په جوړېدو سره به د پکتیکا ټولې اړتیاووې، غوښتنې او نور اړخونه په ډاګه شي چې له مخې به یې افغان دولت او مرسته کوونکي ادارې وکولای شي څو اړین کارونه ترسره کړي.
د یادونې ده چې ولایتي ستراتیژیک پلان په دوو برخو ( پروفایل جوړونه او پلان جوړونه) کې ترسره کیږي چې لومړۍ برخه یې بشپړه شوې او دپلان جوړونې په برخه یې کار روان دی.
ددغه درې ورځیني ورکشاپ پرمهال د ولایتي ستراتیژیک پلان جوړونې اصطلاحات، اوږدمهاله موخې او ورته نور مسایل مطرح کیږي.
د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر