په پکتیکا کې د ۱۳ ميليونه افعانيو په ارزښت د يوه سربند ډبره د دغه ولایت د والي محمد الیاس وحدت له لوري کیښودل شوه.
په پکتیکا کې د خوا و شا )۱۳( ميليونه افعانيو په ارزښت د يوه سربند او ویالې د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه چې په جوړيدو سره به يې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي.
ياد سربند چې )۵۰( متره اوږدوالۍ لري او د ویالې اوږد والی یې په دوو استقامتونو کې )۳۰۰( متره دی چې د مالي لګښت چارې یې د کلیو پراختیا ریاست له لوري پرمخ وړل کیږي او د جوړونې چاري د کلیو د شورا ګانو له خو پرمخ وړل کیږي.
د پکیتکا والي محمد الیاس وحدت د ياد سربند د بنسټ ډبرې ښودلو پرمهال وويل چې دا کوم زخبره وي بند نه دی بلکي دا د اوبو د تنظیم پروژه ده چې له دغې پروژې څخه به خوا وشا اتیا زره جریبه ځمکه خړوبیږي او د پکتیکا خړې ځمکې به په دې سره زرغونیږي او په کرنيزو حاصلاتو کې به یو په دوه زياتوالی راشي.
وحدت وویل چې په راتلوونکي کال کې سل بندونه پلان شوي دي او په نولسو بندونو کې زمونږ د پلتو بند هم شامل دی، دغه زار یې دوی ته ډاډ ورکړ چې له پروژې څخه به وخت پر وخت لیدنه کوي تر څو یې چارې سمې او په لوړ کیفیت سره ترسره شي.
د سیمې قومي مشرانو د پکتیکا له والي محمد الیاس وحدت څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د اوبو د نه شتون له امله يې ځمکې ډېرکم حاصلات ورکوي، خو د دغه سربند په جوړيدو سره به يې په حاصلاتو کې څو چنده زياتوالی راشي او دغه راز یې له ده څخه د پلتو بند د جوړېدو غو ښتنه هم وکړه.