نن شنبه د هیواد د نورو ولایتونو تر څنګ په پکتیکا کې هم د نوم ولسې جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوم لیکنې بهیر رسمآ پېل شو.
مراسمو ته پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي په خپلو خبرو کې د ټولو ولسونو وغوښتل چې د کورنۍ ټولو هغو نرینه او ښځينه غړو ته دې د نوم لیکنې اجازه ورکړي چې اتلس کلنۍ ته رسیدلي دي.
ښاغلي فضلي د نوم لیکنې پروسه ډېره مهمه وبلله او هیله یې وښوده چې د مرکز ښرنې په ګډون د ټولو ولسوالیو ولسونه به پکې ګډون وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وایي د نوم لیکنې لپاره پوره اماده ګي لري او په ټولو مرکزونو کې به په منظم ډول نوم لیکنه روانه وي.
د دوی په خبره هر هغه څوګ چې ند نوم لیکنې مرکز ته راځي له ځانه سره باید اصلي تذکره ولري.
د یادونې وړ ده چې د اوس لپاره یوازې په مرکز ښزنه کې د نوم لیکنې پروسه پېل شوه چې وروسته به په ټولو ولسوالیو کې پلي شي.
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر