واکسین

د پکتیکا مرستیال والي عطاوالله فضلي ماشوم ته د دریو څاڅکو په ورکولو سره د پولیو پر وړاندې د واکسینو کمپاین رسمآ پیل کړ.

یاد کمپاین به د روان کال د حمل میاشتې له ۷ تر ۱۱ نیټې دوام وکړي.

مرستیال والي عطاوالله فضلي وایي چې دیاد کمپاین په ترڅ کې به د پکتیکا (یو سلو اووه نوي زره اته سوه اووه شپیته) هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کالونو ښکته وي واکسین شي.

دده په خبره، د پولیو واکسینو تطبیق کوونکو کسانو ته یې سپارښتنه کړې چې د پکتیکا هرې سیمې ته د پولیو ضد واکسین ورسوي او ماشومان واکسین کړي.

مرستیال والي عطاوالله فضلي له خلکو غواړي چې خپل ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین کړي او له تل پاتې معیوبیت څخه یې وژغوري.

په ورته مهال د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ولي ګل وایي چې د پولیو پر وړاندې د واکسینو تطبیق کوونکی ټیم یې چمتو دی چې له پنځو کالونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

نوموړی له خلکو په ځانګړې ډول له دیني عالمانو او قومي مخورو غواړي چې په دې برخه کې ورسره اړینه همکاري ترسره کړي.

د یادونې ده چې په یاد کمپاین کې د ویټامین اې کپسول هم تطبیق کیږي او د کمپاین په وروستۍ ورځ به د هغو ماشومانو بیا پلټنه او واکسین شي چې له واکسین څه پاتې شوي وي.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *