خبریال: شهاب –
د پکتیکا ولایت په مرکز کې څارنوالانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه پنځه ورځنی سیمینار پیل شو.
په دې اړه د دغه ولایت د غونډو په تالار کې مراسم نیول شوي وو چې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت، د ولایتي شورا غړي فضل الرحمان کټوازي څارنوال اسدالله وزیري او د بېلا بېلو ولسوالیو څارنوالانو پکي ګډون کړی وو.
په یاد سمینارکې د مرکز او ولسوالیو ټولو څارنوالانو ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جزا قانون په اړه درسونه ورکول کیږي.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت له راغلیو څارنوالانو څخه مننه وکړه چې پکتیکا ته د پکتیکا څارنوالانو د ستونزو د حل په موخه راغلل او له دوی سره یې د افکارو د شریکولو په موخه پنځه ورځنی سمینار دایر کړ.
وحدت وویل: ((څومره خوند چې د اوښکو په پاکولو کې دی په بل هیڅ شي کې نه شته او نه به پیدا شي نو تاسو هڅه وکړي او دا ستاسو دنده ده چې د مظلوم اوښکې پاکې کړئ او د ظالم لاسونو ته هت کړۍ واچوئ.))
دی وایي زما هیله به داوې چې تاسو د ولس د غه مایوسي ختمه کړې چې دوی وایي عدالت په اوسني دولت کې نه تعملیږي.
څارنوال اسدالله وزیري هم دوی ته ډاډ ورکړ چې څارنوالان به ستاسو له اصولو سره سم په پوره نظم راځي او په یاد سمینار کې به برخه اخلي.
د بشر د حقوقي چارو مشاور استاد عبدالودود حقمل د پکتیکا له والي محمد الیاس وحدت څخه مننه وکړه چې له ده سره یې د سمینار په دایره ولو کې پوره وڼده اخیستې او ده ته یې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړي دی.
یاده دې وې، چې دا لومړی ځل دی چې د پکتیکا د څارنوالانو لپاره د دوی د مسلک اړوند ورکشاف جوړېږي.