عزیزالله کاروان په پکتیکا کېژ د چټک غبرګون د قطعې قومندان

سیف الرحمن شهاب/پکتیکا- د پکتیکا ولایت چارواکي وایي چې د وازې خوا ولسوالي په مربوطاتو کې د عزیزالله کاروان په موټر چاودنه شوې چې له کبله یې د ده په ګډون اووه تنه ټپیان شوي دي.

د پکتیکا ولایت د والي ویاند نبی الله پیرخېل په دې اړه تاند ته وویل، ګډو امنیتي ځواکونو له دریو ورځو راپه دې خوا په وازې خوا ولسوالي کې د وسلوالو طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي وو.

ده زیاته کړه، کله چې نن عملیات پای ته ورسیدل او امنیتي ځواکونو غوښتل چې د پکتیکا ولایت مرکز شرنې ته راستانه شي، نو د وازې خوا ولسوالي اړوند د ګواشتې په سېمه کې پرې چاودنه شوې چې په کې د عزیزالله کاروان په ګډون ۷ کسان ټپیان شول.

نوموړي زیاته کړه، د کاروان او څلورو نورو کسانو روغتیایې حالت ښه دی خو نور کسان، چې روغتیایې حالت یې نازک وو، د ښې درملنې لپاره کابل ته واستول شول.

یوې بلې سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله تاند ته وویل، په چاودنه کې عزیزالله کاروان هم سخت ټپي شوی او لکه چې دواړه پښې یې غوڅې شوي وي.

سرچینې زیاته کړه، کاروان هم د درملنې لپاره کابل ته استول شوی دی.

یاده دې وي چې عزیزالله کاروان د پکتیکا ولایت د چټک غبرګون د ځانګړي قطعې قومندان دی چې له دې وړاندي هم په ورته بریدونو کې څو ځله ټپي شوی ؤ.

ویل کېږي چې عزیزالله کاروان د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د اروزګان د قومندان مطیع الله په شان د طالبانو په وړاندې قاطع چلن کوي.

One thought on “په پکتیکا کې د چټک غبرګون قومندان له مرګونې چاودنې روغ ووت”
  1. پدې عملیاتو که اته تنه وسلوال طالبان وژل شوي او یو تن یی ژوندی هم نیول شوی تاسو له خپل خبریال څخه وپوښتی،چې له چارواکو کره معلومات وغواړي خو زما په نظر ستاسو خبریال یوازی په اوازو باندی خبرونه جوړه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *