د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د چټک غبرګون ځواکونو لپاره د څه باندې درې نيم مېليونه ډالرو په لګښت بېلابېلې ودانې جوړې شوې، سرپرست امنيه قومندان وايي پدې سره به د دوی د چټک غبرګون ځواکونو د استوګنې شته ستونزې هوراې شي، په ورته وخت کې د پکتيکا مرستيال والي عطاالله فضلي د ايساف ځواکونو پر روزنير ماموريت ټينګار وکړ.
د پکتيکا ولايت امنيه قومندانۍ د چټک غبرګون ځواکونو لپاره يادې جوړې شوي ودانۍ په اته جرېبه ځمکه کې د امريکا متحده ايالتونو په مالي مرسته د درې مېليونه او اوه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د پکتيکا مرستيال والي عطاالله فضلي جوړې شوي ودانۍ د چټک غبرګون ځواکونو لپاره اړينې وبللې او زياته کړه چې د يادو ځواکونو مسؤوليتونه دا مهال خورا زيات شوي دي، فضلي وويل چې دا مهال د ټول هېواد په کچه امنيتي مسؤوليتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي.
مرستيال والي په هېواد کې د ايساف ځواکونو پر روزنير ماموريت هم ټينګار وکړ، نوموړي وويل د ايساف جګړه ييز ماموريت په روزنير اوښتی خو افغان امنيتي ځواکونه اوس هم لا تر هر څه وړاندې تجهير او اکمال ته اړ دي
سرپرست امنیه قوماندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزی وویل دا ودانۍ په عصری وسایلو سمبال اداری خونی، نظارت خونې، خوړنځای، د اوبو مجهز سیستم، د وسلو د ساتلو خوندی ځایونه لري.
د نوموړي په وينا چې لدې وروسته به د چټک غبرګون ځواکونه د اړتيا پر مهال له همدې ځايه خپل عمليات هم ترسره کوي.
د خاصو ځواکونو قوماندان عزیزالله کاروان وویل په دی سره به ددوی کارونو لا ګړندي شی او د خپلو هیوادوالو د امنیټ د خوندی ساتلو په برخه کی یی هر ډول قربانی ته چمتوالی وښود.